د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د استخباراتو څانګې ځواکونو، په کابل ښار کې دوه ځانمرګي بریدګر له دوه واسکټونو سره چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک وو نیولي دي.
د کورنیو چار وزارت ویاند نجیب دانش په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې دا کسان، د پنجشنبې په ګهیځ د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار میوند واټ د حلبي سازي په کوڅه کې نیول شوي دي.
ښاغلی دانش په دې اړه ډېر جزییات وړاندې نهکړل او وې نه ویل چې دغه ځانمرګي بریدګر، په کومې ډلې پورې اړوند دي او د پلازمېنې کومه برخه یې په نښه کوله.
په دې اړه مو اندونه