Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي چارواکي ولسي جرګې ته د ځواب‎ویلو په موخه حاضر نه شول

ولسي جرګې نن(دوشنبې د وږي۱۹مه) د کورنیو چارو وزیر، د ملي دفاع وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس  په هېواد کې د ناامنیو زیاتوالي له کبله عمومي غونډې ته ورغوښتي خو هغوی حاضر نشول، او دې کار د ولسي جرګې غړي غُصه کړل.

له دې سره د ولسي جرګې ځینو غړو د ولسمشر د استعفا غوښتنه کوله او ځینو بیا دا ویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون باندې دې له سره غور وشي.

د ولسي جرګې غړی، ځاځی وطندوس وايي:‎«امیتي او کشفي ارګانونه باید چې ځواب ویونکي ووسي؛ تاسو باید یو مکتوب ولېږۍ چې ستانو دا عذر د منلو نه دی، راتلونکې چهارشنبې پر ورځ باید د استیضاح او یا استجواب لپاره راوبلل شي.‎»

همداراز عبدالقیوم سجادي زیاتوي:«د استازو تګلاره باید چې د امنیت تایمن او د هېواد امنیت ملي ستراتیژي بیا کتنې لپاره پرې کار وکړي.»

د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي آن د ولسمشرغني د استعفا او همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقې د بیا غور کولو غوښتونکي دي.

د ولسي جرګې غړی، عارف رحمان وايي:«ولسمشر غني باید چې په محترمانه توګه له خپلې دندې استعفا ورکړي.‎»

بله غړې، شکیبا هاشمي څرګندوي:«د امریکا او افغانستان او امریکا امنیتي هوکړې باندې بیا کتنه وشي.‎»

د ولسي جرګې غړو وپتیله چې د ملي دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو او همداراز د ملي امنیت د عمومي ریس د برخلیک په اړه به د دې جرګې په راتلونکو غونډو کې پریکړه وکړي.

د ولسي جرګې رئيس، عبدالروف ابراهیمي په دې اړه داسې وايي:‎«موږ د رئیسانو کمېټې لخوا تګلاره ځانګړې کوو؛ دوی باید راشي او ستاسو پوښتنو ته ځوابونه اوايي او تاسې یې په اړه پرېکړه وکړئ.‎»

ولسي جرګه په داسې حال کې په هیواد کې د ناامنیو په هکله د امنیتي ادارو د مسوولینو پر ځواب ویلو ټینګار کوي چې په وروستیو ورځو کې کابل له څو ځانمرګو بریدونو سره مخامخ شو او همداراز په بغلان، کندز، سرپل، هرات، سمنګان، فراه او وردوګو ولایتونو کې له طالبانو سره په نښتو کې افغان پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزیر ویس احمدبرمک او د ملي امنیت عمومي ریس معصوم ستانکزی د ناامنیو د زیاتوالي په اړه د ځواب ویلو په موخه دغې جرګې ته وروبلل خو دوي د هغه څه له امله چې د محرم میاشتې د امنیت د ټینګښت لپاره یې پر پروګرام کار کول ګڼي ولسي جرګې ته حاضر نشول

شریک یي کړئ