Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي چارواکي: پر کندز د طالبانو برید شنډ شو

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي د کندز ښار نیولو په موخه د طالبانو برید د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شو.

یاد چارواکي زیاتوي چې طالبانو له درنو او پرمختللو وسلو سره درې ورځې مخکې(د وري په ۲۴مه نېټه) خپل بریدونه پیل کړل، خو د افغان ځواکونو لخوا ورته درنه مرګ ژوبله واوښته او برید یې شنډ شو.

د کندز امنیه قومندان، سمونوال منظور ستانکزی وايي:« طالبانو پرمختللې وسلې لري چې غږ یې هم نه اورېدل کیږي، کله چې زه د دوی دا وسلې ګورم، نو ماته پوښتنه پیدا کېږي چې دوی دا وسلې له کومه کوي.»

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت مرستیال، هلال الدین هلال هم چې کندز کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو کې خبریالانو ته ویلي چې طالبانو له خپلو بریدونو سره غوښتل چې په هم مهاله توګه د کندز ښار بېلابیلې برخې ونیسي، خو خپلې دې موخې ته ونه رسېدل.

 د هېواد دفاع وزارت مرستیال، از هلا ل الدین هلال څرګندوي:« بادارانو یې ورته امر کړی وو، پرېکړه یې دا وه چې ښارونه او ولسوالۍ ونیسي، یوه شپه مخکې یې پر چهاردرې ولسوالۍ برید وکړ او د کندز پر ښار برید وکړ، یوازې کندز کې نه، بلکې د افغانستان نورو ښارونو کې یې هم بریدونه وکړل، خو له نیکه مرغه د افغانستان دښمنان هیڅ ځای کې کوچنۍ لاسته راوړنه هم نلري.»

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت روغتیايي مسوولین وايي په لنډو ورځو کې د جګړو له کبله ۱۸ مړي روغتون ته وروړل شوي چې ۱۲ یې پوځيان او شپږ یې ملکي کسان وو. دوی همداراز زیاتوي چې د وژل شویو کسانو ترڅنګ ۹۴ ټپیان هم روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د کندز ولایت روغتیايي مسوولین وايي په لنډو ورځو کې د جګړو له کبله ۱۸ مړي روغتون ته وروړل شوي چې ۱۲ یې پوځيان او شپږ یې ملکي کسان وو

شریک یي کړئ