Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي چارواکي: په بلخ کې ۱۷ طالبان ووژل شول

امنیتي چارواکي ادعا لري چې امنیتي ځواکونو په بلخ کې، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ لپاره د هغوی د نومول شوي ولسوال مولوي عبدالحق په ګډون لږ تر لږه ۱۷ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

په شمال کې د پولیسو د پامیر ۷۰۷ زون ویاند سید سرور حسیني، وايي چې دغه طالبان، تېره شپه (پنجشنبې) هغه مهال ووژل شول چې د بلخ ولایت د شورتیه ولسوالۍ په اسلام پنجاه کلي کې سره غونډ شوي وي او هوډ یې درلود په دغې ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو برید وکړي چې د امنیتي ځواکونو له چټګ غبرګون سره مخ شول.

ښاغلي حسیني زیاته کړه، دوه میله راکټ اچوونکې وسله او د پيکا ماشینداره هم د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.

له دې ټول سره، هغه وايي چې په دغې پېښه کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په شمال کې د امنیتي چارواکو په وینا، دغه طالبان هغه مهال ووژل شول چې هڅه یې کوله د بلخ د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه ترسره کړي.

شریک یي کړئ