Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امنیتي چارواکي: په دشت ارچي کې د طالبانو پنځه ستر مرکزونه فعال دي

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له څه باندې دوه کلن حضور وروسته بیا هم په دغه ولسوالۍ کې درنې نښتې روانې وي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید چې دشت ارچي ولسوالۍ ته تللی، وايي دا جګړې د دې لامل شوي چې په سلګونه کورنۍ، خپل کورونه پرېږدي او جګړې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ټول شته له هغوی اخیستي دي.

د دشت ارچي له ۵۷ ښوونځيو او مدرسو یوازې ۱۴ یې د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې دي، خو په دې برخو کې ډېری نور دولتي بنسټونه لا فعال شوي نه دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ پخوانۍ ودانۍ چې د هلکانو د یوه ستر ښوونځي تر څنګ موقعیت لري، اوس د جنګیالیو په بنډار خونې بدل شوی.

د ملي پوځ یوه افسر سید معروف په دې اړه وویل:«د دشت ارچي په ولسوالۍ کې، دښمن ډېره هڅه وکړه چې کرښه وپرځوي او غوښتل یې چې په نوي کال کې، پر موږ یرغلي برید وکړي.»

د دشت ارچي امنیتي چارواکي د دې پخلی کوي چې دلته  هره ورځ د د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي.

څو ورځې وړاندې طالبانو غوښتل چې دا سیمې له دولتي ځواکونو ونیسي؛ خو دا ځواکونه هڅه کوي چې د ځمکې او هوا له لارې پر هغوی بریدونه وکړي .

په سړک کې دا لویه کنده تر هغه وروسته رامنځته شوه چې دولتي ځواکونو دلته اوبه پرېښودې ترڅو د طالبانو تر ځمکې لاندې یوه سمڅ ویجاړه کړي. دغه سمڅ طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په پخوانۍ ودانۍ کې د دولتي ځواکونو مرکز ته د لار موندنې په موخه کیندلی وه.

دواړو ښکېلو لوریو په دغې سیمه کې له ‌ډېریو کورونو نه د مورچلو په توګه کار اخیستی دی، څرګنده نه ده چې د دغو کورونو استوګن اوس چېرته دي او په څه راز وضعیت کې دي.

د امنیتي چارواکو په وینا په دشت ارچي کې په پرمخ تللو وسلو د طالبانو سمبالتیا او دغه راز  په دې ولسوالۍ کې د دې ډلې د قومندانانو پراخ حضور دوی د هېواد د دې سیمې په بېرته نیولو کې له ننګونو سره مخ کړي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قومندان نیازمحمد وايي:«دشت ارچي د مخالفانو یو ډېر ځواکمن مرکز دی چې حتا په څو ځایونو کې پوځي روزنې ویني او روزنیز مرکزونه یې له تکتیکي، د وسلې کارونې، مین جوړونې او ځینې نور مسایل دلته لري.»

په  دشت ارچي کې د ملي پوځ عملیاتي قومندان حامد سیفي هم زیاتوي:«دشت ارچي پر پنځو سیمو واکمنه ده: ماورای کوکچه، تالقان، خان اباد، دشت ابدان او امام صاحب. موږ کولای شو چې دشت ارچي د ځان او د دښمن لپاره یوه سټراټېژیکه سیمه وبولو.»

جګړې د دشت ارچۍ ولسوالۍ د اوسېدونکو یو نسل په ځان کې ورک کړی، او ورو ورو د دې ولسوالۍ بل نسل هم د تاوتریخوالي په لومه کې کېښوتی دی.

په دغه راز وضعیت کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ښه ژوند کولو لپاره هڅه کوي او د خپلو ستونزو پر هوارېدو ټینګار کوي.

 د دشت ارچي اوسېدونکی ګل احمد په دې اړه وویل:«د ښار له چوکه لس مټره لیرې، پوځي اډه ده، نو ایا په دشت ارچي کې اوضاع ښه ده؟ مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېږي.»

د دشت ارچي بل اوسېدونکی عبدالجبار هم زیاتوي:«زموږ ماشومان په خپلې زانګو کې، د ډزو د غږونو له امله ټکان خوري.»

شریک یي کړئ