افغان امنیتي ځواکونه وايي د بهرنيو هوايي ځواکونو په مرسته يي د کندهار په غورک ولسوالی کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او د یادې ولسوالۍ ګڼې سیمې د وسلهوالو طالبانو له شتونه پاکې شوې دي.
افغان ځواکونه وايي اوس مهال یې د یادې ولسوالۍ ډېرې سیمې د طالبانو له ولکې وباسي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو د ۳ لوا قوماندان، جنرال امیر محمد وايي:« عملیات په ډير بریالیتوب پرمخ روان دي نن څلورمه ورځ ده چې عملیات داوام لري، که څه هم جوي وضیعت سم نه دی، خو بیا هم مخته ځو، دا سیمې چې تاسو یې وینئ دا ټوله د غورک ولسوالی تر مرکزه مو خپل تر واک لاندې راویستي دي او یو نظامي قطار مو هم غورک ته رسېدلی دی.»
همداراز د میوند ولسوالی امنیه قوماندان، څارمن حاجي لالا زیاتوي:«دا د قاچاقبرو لاره ده اوس هم پر دی لاره تګ راتګ کوي، موږ مخکي هم کوښښ کړی دی او اوس هم کوښښ کوو چې د دوی د تګ راتګ لارې بندې کړو د پخوا په پرتله اوس قاچاق کم شوی، د غورک او سنګین څخه پردې لارې میوند او بیا د هلمند تر بهرامچي پوري ځی.»
امنیتي ځواکونه وايي د پوځي عملیاتو سره سره اوس مهال د سړک غاړي ماینونو او د ملکي کسانو په کورنو کې د وسلهوالو طالبانو له لوري سنګرونو نیول د عملیاتو پای ته رسول له خنډ سره مخامخ کړي دي.
د ملي اردو سرسرتیری، علی الله وايي:« موږ د وړاندې تګ په حال کي یوو زموږ قطار د وړاندې تګ په حال کې دی، خو طالبان ملکي کورنو کې سنګر نیسي او ماینونه په سړک ځای پرځای کوي. انشاالله زموږ د عملیاتو مخنیوي به ونه کړي.»
د ملي پولیسو سرتیری، تاج الدین زیاتوي:« یواځینۍ ستونزه داده چې دوی ډېر ماینونه ایښي دي او بل د ملکي کسانو د کورنو څخه استفاده کوي، کله چې موږ یو ځای ته ورسیږو، دوی د ملکي کسانو له کورونو څخه ډزې کوي، نو دا زموږ دپاره یو لویه ستونزه ده.»
امنیتي ځواکونه وايي د کندهار د غورک او د هلمند د سنګین ولسوالیو کې تر عملیاتو کولو وروسته به د کندهار ولایت په نیش، میوند او د ارزګان ولایت یو شمېر ولسوالیو باندې د وسلهوالو د بریدونو ګواښونه کم شي.