Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امنیتي ګواښونه؛ ننسي پلوسي افغانستان ته خپل سفر وځنډوه

د امریکا د پارلمان رییسې ننسي پولسي په سوداګریزه الوتکه کې افغانستان ته خپل سفر وځنډوه.

د امریکا د پارلمان رییسې ویاند ویلي چې له سوداګریزې الوتکې سره افغانستان ته د دغه مجلس د رییسې سفر د امنیتي ګواښونو زیاتوالي له امله ځنډول شوی دی.

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ تېره ورځ مېرمن پلوسي ته اجازه نه وه ورکړې چې له پوځي الوتکې سره افغانستان ته سفر وکړي، خو هغه زیاته کړې وه، که‎چېرې لېوالتیا لري کولای شي د سوداګریزې الوتکې له لارې سفر وکړي.

د مېرمن پلوسي ویاند وايی چې سپینې ماڼۍ، د دغه سفر جزییات رسنیو ته په واک کې ورکړي او له دې کار، د سفر کوونکي پلاوي، امریکايي سرتېرو او نور چارواکو په وړاندې ګواښونه د پام وړ زیات کړې دي.

په ورته وخت کې د امریکا د مجلس د استخباراتو کمېټې رییس افغانستان ته د ننسي پلوسي سفر افشا کولو په اړه د ډونلډ ټرمپ پرېکړه په بشپړه توګه یو نامسوولانه کړنه بولي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه، د امریکا د پارلمان رییسه ننسي پلوسي، د افغانستان د اوضاع د څېړنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي او د سفر جزییات یې د امریکا له قانون جوړونکو سره شریک کړي، خو د امریکا د پارلمان د استخباراتو کمېټې د رییس په وینا، ډونلډ ټرمپ د دغه سفر جزییات له ټولو سره شریکړ کړي او همدارنګه اجازه یې نه ده ورکړې، څو هغه له پوځي الوتکې سره افغانستان ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ځينو امریکايي ځواکونو د وتو لپاره د ډونلډ ترمپ احتمالي پرېکړه د ډیموکراټ مشرانو له هغې ډلې د پلوسي له نیوکو سره مخ شوې ده. 

د امریکا د پارلمان رییسې ننسي پلوسي ویاند ویلي چې له سوداګریزې الوتکې سره افغانستان ته د دغه مجلس د رییسې سفر د امنیتي ګواښونو زیاتوالي له امله ځنډول شوی دی.

شریک یي کړئ