Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امین: د بندیزونو له پورته کولو مخکې به حکمتیار کابل ته راشي

د حزب اسلامي لوړپوړی غړي امین کریم وایي چې کابل ته د دې حزب د امیر ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوال روان دی او ښاغلی حکمتیار به پر یاد ګوند د نړیوالۍ ټولنې د بندیزونو له لیری کېدو وړاندې ډېر ژرکابل ته راشي.

ښاغلی امین وړاندې څرګندوي:«د ښاغلي حکمتیار راتګ لپاره د افغانستان له هغې سیمې چې اوس په کې اوسېږي چمتووالی روان دی موږ د هېڅ هېواد ویزې ته اړتیا نلرو چې خپلې خاورې ته راشو.»

حزب اسلامي د زور له لاری قدرت ته د طالبانو د رسیدلو هڅې نا مشروع بولي.

کریم امین وړاندې وايي:«د نظام په منځ کې یو شمېر کسان د عقیدې له پلوه له طالبانو سره نېږدې دي د حزب اسلامي په پرتله. د زور له لارې واک ته رسېدل د طالبانو فکر دی، زموږ دیني اخیستنو سره دا روښانه تضاد دی.»

اخوا د سولې عالي شورا وايي چې د حزب اسلامي مشر به د بندیزونو له لیرې کیدو وروسته په عام محضر کې څرګند شي.

د سولې عالي شورا غړی، محمدامین وقاد په دې اړه وايي:«د بندیزونو رفع دې اعلان شي او یا اعلان کړي چې حکمتیار کولی شي راشي، د زندانیانو برخلیک دې روښانه او د حکمتیار د اوسېدو ځای دې ځانګړی شي.»

د مشرانو جرګې غړی، اصف صدیقي څرګندوي:«که حکومت خپلې ژمنې عملي نکړي او حزب اسلامي هم له خپلو غوښتنو په شا نشي نو فکر کوم د سولې پر بهیر به بارونه کم شي.»

اخوا حزب اسلامي هیله څرګندوي چې د کابو ۵۰۰ زندانیانو له ډلې چې حکومت ته یې نوملړ استولی دی، کابو ۱۰۰ تنه به يې راتلونکې اوونۍ کې خوشې کړای شي.

د سولې عالي شورا وايي چې د حزب اسلامي مشر به د بندیزونو له لیرې کیدو وروسته په عام محضر کې څرګند شي

شریک یي کړئ