Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"د مکسیکو پر دېوال د پیسو لګول به د هېواد پر وضعیت اغېزه ونه کړي"

که څه هم په افغانستان کې لا د جګړې ډګر ګرم دی، خو واشنګټن پرېکړه کړې چې د افغان ځواکونو یو څه پیسې له مکسیکو سره پر پوله جوړېدونکي دېوال باندې مصرف کړي. 

خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي هغه پیسې چې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وې د مکسیکو دېوال په جوړولو کې د هغې د یوې برخې لګول به د هېواد پر وضعیت اغېزه ونه کړي.

مسعود انداربي وايي چې د دغو پیسو لګښت د امریکا د سیاستونو پر بنسټ دي او دا هېواد له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلې مرستې پر دوام ټینګار کوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دې اړه وویل:«دا د امریکا کورنۍ سیاست دی چې څرنګ چېرته خپله بودیجه ولګوي. موږ په هغو همغږیو او پروګرامونو کې چې له امریکايي ځواکونو سره یې لرو هېڅ ډول بدلون نه وینو.»

د امریکا دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې ۱۰۵ مېلیارد ډالر د دغه وزارت له بودیجې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د ګډ دېوال جوړولو ته ځانګړي شوي دي.

ویل کېږي چې له دې ډلې ۶۰۴ مېلیون ډالره له هغه حسابه لېږدول کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو ته ځانګړي شوي وو. امریکا په ۲۰۱۹ زکال مالي کې کابو  ۴۰۹ مېلیارد ډالر د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار ځانګړي کړي دي.

ورته مهال امریکايي ځواکونه وايي، دا پیسې په افغانستان کې د امریکا سپما شوي هغه دي او له افغان ځواکونو سره د مرستې پر بهیر به هېڅ اغېز و نه کړي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ډیوېډبټلر په دې اړه څرګنده کړه:«افغانستان کې مېشتو امریکايي عسکرو خپل هېواد ته ۶۰۰ مېلیون ډالر بېرته ګرځولي او موږ دا کار د افغان حکومت او افغان ځواکونو په مرسته کړی، څو پیسې په ډېر ښه ډول مصرف شي او د بې‌ځایه لګښت مخه ونیسوو. په دې باید پوه شو چې دا پیسې له افغان ځواکونو سره زموږ په مرستې هېڅ اغېز نه کوي. موږ تل ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزې او همدا ډول له افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن یوو.»

امریکا متحده ایالات د افغان ځواکونو له ستر ملاتړي هېواد یادېږي او د افغانستان د جګړې لویه برخه پیسې هم ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت مخکنی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي:«په لومړي سره کې امریکا په ټولو برخو کې مرسته کوله خو اوس د هغوی مرستې یوازې د روزنې، د وسلې ورکړې، معاش، وسایطو، تېلو او د وسایطو ترمیم په برخو کې دي.»

د امریکا دا پرېکړه له طالبانو سره له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو سره په ورته مهال کې شوې ده.

بل لورته بیا د «لان وار جورنال»انټرنیټي پاڼه د القاعده ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکي، دې ډلې افغانستان کې له طالبانو سره اتحاد کړی او د امریکا په ماتې یې ټینګار کړی دی.

القاعده ډلې پکتیا کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د برید مسوولیت منلی او ادعا کوي چې د دې ډلې وسله‌وال به د طالبانو تر بیرغ لاندې د افغان حکومت او بهرنیو عسکرو پر وړاندې جګړه وکړي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه زیاتوي:«واقعیت همدا دی چې دوی سره متحد وو، متحد دي. د القاعدې او په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو بنسټ د طالبانو تر سیوري لاندې اېښودل شوی او وده یې کړې ده.»

د القاعده او طالبانو ترمنځ د اړیکو موضوع داسې مهال مطرح کېږي چې امریکا له طالبانو سره په شپږ پړاو خبرو کې پر دې ډلې ټینګار کړی چې له بهرنیو ترهګرو ډلو اړیکې پرې کړي او ویل کېږي چې په دې برخه کې پرمختګ هم شوی دی.

شریک یي کړئ