Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا ته د طالبانو سفر؛ د جګړې پر ضد دې فتوا صادره نه شي

د طالبانو سرچینې د پاکستان «ډیلي ټاتمز» ورځپاڼې ته ویلي چې د دغې ډلې استازو په مارچ میاشت کې د اندونیزیا حکومت له خوا دغه هېواد ته بلل شوي وو.

د دغو سرچینو په وینا، اندونیزیا ته د دغې ډلې د استازو بلل، د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو د درې اړخیزې غونډې چې دم‎ګړۍ جریان لري د اجنډا د بدلون لپاره ترسره شوي وو.

خو روښانه نه ده چې څه وخت د طالبانو دغو استازو له اندونیزیا لیدنه کړې ده.

ډیلي ټایمز د طالبانو د دوو مشرانو له خولې د هغوی د نومونو له اخیستو پرته رپوټ ورکوي، چې د طالبانو د دغو استازو له لیدو وروسته، د افغانستان د جګړې د ناروا والي په اړه به کومه فتوا صادره نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د افغانستان د سولې عالي شورا، ویلي دي چې ټاکل شوې په اندونیزیان کې د دیني علماوو په درې اړخیزې غونډه کې، د افغانستان جګړه ناروا وبلل شي او د دغې غونډې برخوال دغه موضوع تایید کړي.

خو د ډیلي ټایمز د ورځپاڼې د رپوټ پر احواله، اوس ټاکل شوې ده د درې هېوادونو دیني علماوو، د افغانستان د جګړې او سولې په اړه یوازې د یوې ګډې اعلامیې له خپرولو سره بسنه وکړي.

خو د طالبانو ویاند د دې خبرې پخلی نه کوي.

له دې سره په ورته وخت کې، ځيني پاکستاني رسنیو، رپوټ ورکړی چې پاکستاني دیني علماوو چې د اندونیزیا په درې اړخیزه غونډه کې یې ګډون کړی، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ