Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اورانوس تالار کي مراسم چا برابر کړي و؟

تېره شپه اورانوس تالار کې په جوړو شویو مراسمو کې چاودنې شاوخوا ۵۳ تنه ووژل شول او تر ۸۰ ډېر ټپيان شول، خو دا مراسم د چا له لوري برابر کړل شوي و؟

جامعه‌الاحناف هغه ټولنه ده، چې د میلاد نبي ص په مناسبت يې تېره شپه دغه مراسم برابر کړي و، د طلوع‌نیوز موندنې ښيې چې دې مراسمو شاوخوا نیم میلیون افغانۍ لګښت غوښت. 

د تالار لرونکو ټولنې مشر مولا محمد پیمان وايي: «پیسې يې تل پر وخت را رسولې او ستونزه يې پکې نه لیده.»

د جامعه‌الاحناف په نوم کومه ټولنه د عدليې وزارت یا هم حج اوقافو سره ثبت نه ده، خو د پوهنې وزارت وايي چې پر همدې نامه کابل کې سږ کال یوه مدرسه ثبت شوې ده. 

د دې ټولنې په اړه مولوي سمیع الله ریحان وايي، چې سلګونه غړي لري او په وینا يې له اوږدې مودې راهیسې دلته فعالیت کوي، هغه وايي تېره شپه هم مراسمو ته بلل شوی و، ناوخته شو، چې په لار کې له چاودنې خبر شو. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «د دوی ټولنه له ډېر وخت راهیسې فعاله ده او غړي يې ډېری اهل‌تصوف دي.«

د جامعه‌الاحناف په نوم فیسبوک‌پاڼه هم شته، چې له اوږدې مودې راهیسې يې فعالیتونه پکې کړي دي، د دې ټولنې مشر ظاهراً د مفتي محمد نعمان فضلي په نوم یادېږي.

هغه په یوه ویډیو کې د طالبانو تر لاس لاندې ژوند د کرارۍ ژوند بولي او زیاتوي چې هغوی شپېته سلنه خاوره لاس کې لري: «د افغانستان شپېته سلنه د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې ژوند کوي، هلته د خلکو ژوند خوندي دی.»

طلوع‌‌نیوز هڅه وکړه، چې په دې اړه د دې ټولنې د مشرانو نظر واخلي، خو هغوی د ملګرو په خښولو د مصروفیت یادونه وکړه. 
 
شریک یي کړئ