اکرم ۱۸ کلن ځوان چې خپل دواړه لاسونه یې په ۸ کلنې کې دماین چاودنې له امله له لاسه ورکړي وو، خو اوس اړی دی چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ مسوؤلیت واخلي او خواړه ورته برابر کړي.
د اکرم له معیوب کېدو وروسته یې پلار په رواني ناروغۍ اخته شوی، او ډېرې شپې د باندې پر سرکونو تیرېوي.
اکرم او لس کسیزه کورنۍ یې له دوو کلونو راهیسې د کابل په ده مرادخان سیمه کې تر دې کیږدې لاندې اوسیږي.
د نوموړي مور وايي چې لس کاله وړاندې د کور د تودولو په موخه د لرګیو راغونډولو ته استولی وو خو کله چې هغه ناپیژاندی توکی پورته کړ پرې وچاودید او دواړه لاسونه يې پرې شول.
اکرم اوسمهال د واټونو په سره سوالګري کوي څو د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي.
هغه وايي کله چې ژمی کیږي معلول لاسونه يې ډېر درد کوي.
اکرم دوه خویندې او پنځه ورونه لري. خور یې یوه کلنه ده او مشره یې ۱۷ کلنه دوی نشي کولی چې ښوونځي ته ولاړ شي.