تېره دوشنبه (د لړم ۲۱مه) والسټریټ ژورنال داسې راپور خپور کړ، چې پکې يې د امریکايي سرچینو په حواله د افغان ولسمشریزو ټاکنو د ممکنه ځنډ خبر ورکړی و.
دې راپور بېلابېل غبرګونونه را وپارول، چې ورسره د لنډمهالې ادارې رامنځته کېدلو اړوند هم تبصرې ګرمې شوې.
د حزباسلامي - حکمتیار؛ ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي دوی ته لنډمهالې اداره رامنځته کول یوه فاجعه ښکاري، خو زیاتوي که ولسمشریزې ټاکنې هم د ولسي جرګې ټاکنو په څېر ترسره کېږي، نو دی به هم له ناچارۍ د لنډمهالې ادارې نظر تایید کړي.
حکمتیار زیاته کړه: «که دولت د ګوندونو معقولو او مشروع غوښتنو ته پام ونه کړي او په دې هڅه کې وي چې ولسمشریزې ټاکنې هم د ولسي جرګې ټاکنو په څېر له درغلیو ډک او په دې خراب او زړو سیستم ترسره کړي، په دې صورت کې له لنډمهالي حکومت پرته بله چاره نه لرو.»
په ورته وخت کې جمعیت اسلامي هم وايي، باید پر قانون برابرې ټاکنې وشي، د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی نور الرحمن اخلاقي وايي: «موږ په جدي ډول د ټاکنو ترسره کېدو پلویان یو، په عین حال کې سوله راته مهمه ده.»
د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق بیا په مشروط ډول د مؤقت حکومت پلويتوب کوي، هغه طلوعنیوز ته وویل: «دا هم یوه لار کېدلی شي، خو په دې شرط چې مؤقت حکومت د ولسمشریزو ټاکنو د نه ترسره کېدو علت نه شي.»
وړمه ورځ (سه شنبه، د لړم ۲۲مه) د سیاسي ګوندونو د کمېټې مشر محمد ناطقي وویل، که د ټاکنو ځنډ یوې جامع سولې علت کېږي هیڅ ستونزه نشته: «که د جامع سولې لپاره لنډمهالی حکومت یا د ټاکنو ځند مرسته کولی شي، هیڅ ستونزه نه لري، خو نه دا چې خلک ووژلي، بې کوره يې کړي او ووايي موږ سوله کو.»
والسټریټ ژورنال د ټاکنو ممکنه ځنډ د زلمي خلیلزاد د سولې له ماموریت سره تړلی یاد کړی، خلیلزاد د خپل ماموریت لپاره شپږ میاشتې وخت لري.
د سولې عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد چې د مسکوغونډه (د لړم اتلسمه) کې هم برخهوال و، وايي زلمی خلیلزاد باید د خپلو ماموریت په پای کې خپلې ادارې ته یوه پایله په لاس ورکړي.
هغه زیاته کړه: ««څومره چې سوله نږدې کېږي او د لومړیتوب حق ورکړل شي، د افغانستان د ملت په خیر دی، په دې صورت کې به ټاکنې هم لا ښې ترسره شي.»
پخواني ولسمشر ته نږدي کسان هم ټینګار کوي چې اوسنی وضعیت د دې وړ نه دی چې ټاکنې پکې ترسره شي.
شهزاده مسعود چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس بلل کېږي، هم د لنډمهالي حکومت تایید کوي او زیاتوي چې په اوسنیو حالاتو کې ټاکنې هیڅ مانا نه لري.
مسعود زیاته کړه: «پنځه میاشتې وروسته د دې حکومت وخت ختمېږي، نو ښه ده چې یوه مؤقته اداره د ټولو اړخونو په خوښه رامنځته شي، چې سرتاسري ټاکنو ته لار هواره کړي.»
همدارنګه د حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم هم ورته نظر لري: «پارلماني ټاکنې متفاوتې وې، خو ولسمشریزې ټاکنې په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې په افغانستان کې سوله نه ده راغلې او دا پر دې مانا ده چې طالبان له صحنې لرې پاتې کېږي.»
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیوو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت پرون (چهارشنبه، ۲۳مه) په یوه خبري غونډه کې وویل، واشنګټن په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پر خپل وخت ترسره کېدو ته ژمن دی او په دې اړه تصمیم د افغانانو خپل کار دی
ناورت، زیاته کړه: «زموږ لپاره مهمه دا ده چې ټاکنیز بهیر ته ژمن یو، که د ټاکنیز مهالوېش اړوند بدلون منځ ته راشي، نو تصمیم يې په کلي ډول افغانستان پورې تړلی دی او دا هغه څه دي چې موږ به پکې مداخله ونه کړو.»
هغې د افغان سولې په اړه هم زیاته کړه، چې د دوی له لوري د سولې په برخه کې د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سفرونه دا په ډاګه کوي چې موږ په افغانستان کې دوامدارې سولې ته ژمن یو.
ناورت د زلمي خلیلزاد د هڅو په اړه وویل: «زموږ چارواکو تل ویلي، چې د افغانستان لپاره جګړه د حل لار نه ده، خلیلزاد په دې برخه کې جدي کار کوي، زما په نظر هغه په دې و روستۍ یوه نیمه میاشت کې ډېر وخت په الوتکو کې پر سفر تېر کړی دی، چې بېرته واشنګټن ته راشي او کارونو ته يې دوام ورکړي.»