Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران د افغانستان سولې او ټیکاو ملاتړ وکړ

د ایران بشري حقونو عالي شورا رئیس، محمدجواد لاریجاني تېره ورځ(یک‎شنبې د وری۲۶مه) تهران کې د یوه افغان پلاوي سره په لیدنه کې څرګنده کړه چې هېواد یې د افغانستان سولې او ټیکاو کې همکاريو ته چمتو دی.

ایراني رسنۍ، ایرنا ریپوټ ورکړی چې ښاغلي لاریجاني له افغان پلاوي سره د لیدنې موضوعاتو په اړه ویلي دي:«په دې ناسته کې د نړیوالو قضايي او بشري حقونو په برخه کې د همکاریو زمینه برابره ده او دا مسایل مو مرور کړل.»

د ایران قضایه قوې رئیس او د نړیوالو اړیکو سلاکار په دې اړه وویل:«زموږ لېوالتیا له افغانستان ملت سره ډېره ژوره ده؛ په دې ناسته کې د بشري حقونو او قضايي برخکو کې ډېره زمینه برابره ده چې همکاري وشي او ښه راتلونکې لري.»

په همدې حال کې د افغان پلاوي غړې او د ولسي جرګې د مدني ټولنې، بشري او ښځو حقونو کمېسیون رئیسې، فوزیه کوفي وویل:«هوکړه وشوه چې د قضاتو او استادانو ترمنځ د مالوماتو او وړتیاوو شریکول په نړیوالو که او د «یو پي آر» په برخه کې همکارۍ وشي.»

دې زیاته کړه:«وټاکل شوه چې د دواړو هېوادونو قوانینو او بشري موضوعاتو په برخه کې هم نظرونه بدل شي،هیله ده چې دا همکاري د دواړو هېوادونو اړیکې چې له کلونو راهیسې وې، کلکې کړې.»

کوفي څرګنده کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو زمینه په ښه ډول برابره ده.

ښاغلي لاریجاني وویل چې تهران باور لري دا چې په افغانستان کې د سولې راتګ به د دواړو هېوادونو همکاریو زمینه لا ډېره برابره کړي

شریک یي کړئ