Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران د امریکا تړونوال د طالبانو او داعش ډلې په همکارۍ تورن کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په سیمه کې د امریکا تړونوال د ترهګرو ډلو لکه طالبانو، داعش او القاعدې په مالي او پوځي ملاتړ تورن وي او وايي چې ایران د دغو ډلو په وړاندې مبارزه کوي.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی ویلي:«د دې نه هېردونکې تجربې سره بېره، تراوسه هم له هغو لګښتونو څخه چې د سعودي عربستان، او عربي متحده اماراتو په څېر هېوادونه یې لګوي او مصروف وي او زموږ توغندي هم د سعودي عربستان په پرتله لنډ واټن په نښه کولای شي.»

هغه زیاته کړه:«او په سیمه کې د امریکا د تړونوالو پر خلاف چې د القاعدې، طالبانو او داعش په څېر ترهګرو ډلو ماغزه مینځي، مالي او پوځي مرستې ورسره کوي، موږ د دغو ډلو افراطي ډلو په ماته کې بنسټیزه ونډه لرلې ده.»

ښاغلي ظریف همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګواښ په اړه چې ګواکې له اټومي هوکړې به یې بهیر کړي نیوکه وکړه او وې ویل چې ایران په دې اړه بیا خبرې اترې نه کوي.

پنځه دقیقه‎يي ویډیويي پیغام، ښاغلی ظریف د کاري مېز تر شاه ښکاره کوي.

ښاغلي ظریف د مثالونو په راوړلو سره د ټرمپ خبرې هم نقد کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ایران سفیر، ادعا کوي چې افغانستان ته د داعش ډلې د لېږد د څرنګوالي په اړه یې افغان حکومت ته مالومات سپارلي دي.

په کابل کې د ایران سفیر رضا بهرامي، که‎څه هم روښانه نه کړه چې دا ډله د چا له خوا افغانستان ته لېږدول شوې خو هغه وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت پراختیا د ایران او افغانستان یوه ګډه اندېښنه ده.

هغه په دې اړه زیاته کړه:« د څرګند او پټو مالوماتو یوه برخه مو د امنیتي سرویس په واسطه له نورو سیمو افغانستان ته د داعش ډلې د ځينو غړو د لېږد د څرنګوالي په اړه افغان امنیتي سیسټومونو ته مو ورکړې.»

محمد جواد ظریف په سیمه کې د امریکا تړونوال د ترهګرو ډلو لکه طالبانو، داعش او القاعدې په مالي او پوځي ملاتړ تورن وي.

شریک یي کړئ