Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایشچي په خپله دوسیه کې له تبعیضي چلند څخه انېښمنه لري

د افغانستان د ملي جنبش ګوند پخوانی مرستیال احمد ایشچي وايي چې له دوسیې سره یې د پولیسو،عدلي او قضايي بنسټونو تبعیضي چلند سخت اندېښمن کړی او له حکومت څخه غواړي چې په دغې دوسیه کې عدالت په سمه توګه پلی شي.

د عبدالرشید دوستم د ساتونکو د پلټنو لپاره د لویې څارنوالۍ له حکوم څخه څه باندې یوه میاشت تېرېږي،خو تراوسه هم د دوستم دوه تنه ساتونکي د پلټنو لپاره حاضر شوي نه دي.

ښاغلي ایشچي وویل:«په دې دوسیه کې سیاسي چلند شوی.ملاحظات په پام کې نیول شوي دي.د هغه یعنې د دوستم دنده ځنډول شوې نه ده.له همدې امله پر څارنوالانو فشار وه چې زه دغې کړنه تبیعضي وبلله.»

لویه څارنوالي په دې اړه څه نه وايي خو د پولیسو نظر په دې ډول دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه وویل:«موږ دې ته ژمن یوو ترڅو د دوستم دوه نور ساتونکي هم څارنوالۍ ته حاضر شي.موږ د دغو دوو تنو د حاضرېدو لپاره کار کړی او موږ انشاالله دغه دوه تنه څارنوالۍ ته حاضرو.»

خو هغه ساتونکي چې د پلټنو لپاره نه دي حاضر شوي کوم کسان دي؟

ایشچي زیاته کړه:«د عزت الله په نامه د دوستم یو ساتونکی دی او بل یې ستار نومېږي چې فکر کوم د دوستم د ساتونکو قومندان دی څېړنو ته حاضر شوي نه دي او ویلي یې دي چې دوستم موږ ته اجازه نه ده راکړې چې پلټنو ته حاضر شو.»

له دې سره سره دا ټکی د پوښتنې وړ کېدای شي چې ولې په دې موده کې، پولیس نه دي توانېدلي چې د جنرال دوستم دوه نور ساتونکي د پلټنو لپاره حاضر کړي.

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وايي:«د قانون انفاذ دېر کمزوری دی او موږ د پولیسو هغو کسانو ته چې د خلکو د جلب دنده لري ګرم نه بولو بلکې زما له نظره اړوند چارواکي په دې برخه کې ګرم دي.»

د عدالت ټینګښت، په دغه دوسیه کې د حکومت جدي ژمنه ده، خو د حکم له صادرېدو د څه د پاسه یوې میاشتې په تېرېدو سره، د جنرال دوستم دوه ساتونکي تراوسه د پلټنو لپاره لویې څارنوالۍ ته نه دي حاضر شوي.

اوس په دغه دوسیه کې د عدلي او قضايي ادارو د خپلواکۍ څرنګوالی او د پولیسو توانمني مطرح ده.

شریک یي کړئ