Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بادغیس؛ د طالبانو برید شنډولو کې شپږ افغان سرتېرِي ووژل شول

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي پر آبکمرې ولسوالۍ د طالبانو د ډله‎ییز برید له په شا تمبولو خبر ورکوي.

 د بادغیس والي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې طالبانو تېره شپه (چهارشنبې د مرغومې په ۱۹مه) د ابکمرې ولسوالۍ پر مرکزي پوستې برید وکړ او غوښتل یې ولسوالي وپرزوي.

د خبرپاڼې له مخې له برید وروسته طالبان د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او برید یې په شا وتمبول شو.

خبرپاڼه زیاتوي په نښته کې لس طالب وسله وال ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د خبرپاڼې له مخې په نښته کې شپږ افغان سرتېري هم وژل شوي او لس نور ټپيان دي چې په ټپیانو کې د ابکمرې ولسوال هم شامل دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بادغیس د والي دفتر د خبرپاڼې مخې له برید وروسته طالبان د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او برید یې په شا وتمبول شو.

شریک یي کړئ