Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بادغیس کې د طالبانو درنه مرګ‎ژوبله

د بادغیس ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(شنبې د چنګاښ۹مه) وايي چې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

یاد چارواکي زیآتوي چې پوځ چورلکو تېره ورځ د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د وسله‎والو پر پټن‎ځایونو بریدونه وکړل.

د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، احمد فهیم قایم څرګندوي چې د افغانستان ځواکونو دې پوځي عملیاتو کې د وسله‎والو څو پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

دا پټنځایونه د جوند ولسوالۍ په دي ګرام کلي کي وو.

په همدې حال کې د بادغیس ولایت اوسېدونکي وايي چې د طالبانو بریدونو مخنیوي په موخه دې په دې ولایت کې امنیتي پوستې لا زیاتې کړي.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بادغیس ولایت، جوند ولسوالۍ دي‎ګرام کلی د یوې اوونې را په دېخوا د طالبانو په ولکه کې وه.

دي‎ګرام کلی چې د جوند ولسوالۍ له مرکز څخه ۱۳ کیلومتره واټن لري، تېرو کلونو کې له امنو سیمو شمېرل کېده.

بادغیس کې د طالبانو درنه مرګ‎ژوبله

د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر پټنځایونه هم له منځه تللي دي

شریک یي کړئ