Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بامیانو کې ۵۱ سلنه زده کوونکي په پرانیستې فضا کې لیک لوست کوي

په بامیانو کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست تراوسه ودانۍ نه‎لري او د دغه بنسټ اداري کارونه، په څلورو بېلابېلو ودانیو کې په مخ وړل کېږي.

د بامیانو ولایت د پوهنې رییس ایوب اروین وايي چې د دغه ریاست کارکوونکي، په جلا ودانیو کې چې هېڅ نښلوونکي وسایل، برېښنا او اوبه نه لري کار کووي.

د بامیانو د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ، په بامیانو کې ۱۳۴ زره او ۵۳۲ زده کوونکي او ۳۴۷ ښوونځي دي او له دې ډله، په دغه ولایت کې ښوونیزو ټولګیو ته ۵۱ سلنه اړتیا ده.

ښاغلي اروین زیاته کړه:«زموږ ۵۱ سلنه زده کوونکي په پرانیستې فضا او یا هم حسیینیو، جوماتونو، د ونو لاندې او یا هم په کرايي کورنو کې لیک لوست کوي.»

ډېری دغه زده کوونکي په پرانیستې فضا کې لیک لوست کوي، درسي توکو، صحي اوبو، تشناب او کتابتون ته لاسرسۍ نه ‎لري.

ډېری دغه زده کوونکي او ښوونکي څو کیلومټره لاره پلې کچ کوي او ځانونه ښوونځي ته رسوي.

مرینا یوه له دغو زده کوونکو څخه ده. هغه چې د بامیانو په فولادي دره کې ژوند کوي، کور یې له ښوونځي څخه د یوه ساعت په اندازه واټن لري.

هغه وايي:«د ګهیځ په شپږ نیمو د ښوونځي په لور حرکت کوم او اوه نیمې ښوونځي ته رښېږم او اته بجې درس شروع کېږي. کله چې کور ته ستنېږم ډېره ستومانه کېږم.»

د ولایت د لومړني ښوونځي ښوونکي وايي چې دغه ښوونځي ودانۍ نه لري او په دغه ښوونځي کې دوه سوه اتیا زده کوونکي تر خیمو لاندې زده کړې کوي.

د ولایت د ښوونځي سرمعلم رحمت الله الیاسي په دې اړه وویل:«کله چې باران وشي موږ دغه زده کوونکي رخصت وو. ځکه چې دلته سېل راځي.»

خو دغه ښوونځي، تجربه لرونکي او د لوړو زده کړو لرونکي ښوونکي لري. طاهره رضايي چې لیسانس لري، شپاړس کاله کېږي چې ښوونکې ده.

هغه وايي:«دوه ټولګي یوځای دي او درس لولي؛ واقعاً چې یو ناسوب زده کوونکی هم نه لرم او دا لیک لوست ته د دغو زده کوونکو علاقه ښيي.»

شریک یي کړئ