Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۲۷ ترهګرو وژل کېدل

د بدخشان ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د ترهګرو له منځه‎وړو په موخه د «نصرت» په نامه دې ولایت کې درې ورځې مخکې پیل شوې دي چې تر اوسه دوام لري.

د بدخشان والي، احمدفیصل بیګزاد وايي چې افغان ځواکونو دې عملیاتو کې ښې لاسته‎راوړنې درلودې.

دی وايي چې افغان ځواکونه توانېدلي دي چې په دې موده کې پنځه کلي له طالبانو پاک کړي:«دولتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او تر اوسه یې پنځه کلي له طالبانو پاک کړي دي. افغان ځواکونو د ولایت په پنځو نا امنو برخو کې خپل عملیات پراخوي.»

د پوځ لوا قومندان، محمد نعیم مجیدي وویل:«په دې عملیاتو کې د څو تنو بهرنیانو په ګډون ۲۷ تنه وسلهوال وژل شوي دې او تر اوسه یې هویت نه دی څرګند. په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.»

په همدې حال کې عبدالخالق اقسای د بدخشان ولایت د پولیسو قومندان له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د دې عملیاتو ملاتړ وکړي:«موږ له مسوؤلو بنسټونو غوښتنه کوو چې بدخشان کې د ترهګرو بشپړه له منځه وړو په موخه دې ولایت ته لا ډېر ځواکونه ولیږي او د هوايي بریدونو سپارښتنه وکړي.»

له بلې خوا د بدخشان ولایتي شورا غړي وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ملکي کسانو ته زیان رسېدلی دی.

د ولایتي شورا غړی، عبدالله ناجي نظري زیاتوي:«په یوه کلي کې چې له طالبانو پاک شوی دی ملکي کسانو ته زیان رسېدلی دی او ان په دې پېښه کې ماشومان ټپیان شوي دي. موږ له دولتي ځواکونو هیله کوو چې هڅه وکړي تر څو ملکي کسانو ته زیان ونه رسیږي.»

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې کابو یوه کال راهیسي د وردوج او یمګان ولسوالۍ د طالبانو لخوا اداره کېږي.

د بدخشان ولایتي شورا غړي وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ملکي کسانو ته زیان رسېدلی دی

شریک یي کړئ