Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې د ناامنیو له زیاتوالي د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې

د بدخشان ځينې اوسېدونکي، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سخت اندېښمن دي.

د وردوج، یمګان، جرم او فیض اباد اولسوالیو اوسېدونکي په یوه غنډه کې د مخالفو وسله‎والو د ځپلو لپاره د دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو د پیل غوښتونکي شول.

بدخشانیان ګواښ کوي که‎چېرې په دغه ولایت کې جګړه مدیریت نه‎شي، د بدخشان مرکز به د طالبانو لاسته ولوېږي.

دوی وايي، بدخشان کې د ناامنیو پراختیا د دې لامل شوې چې فیض اباد ښار هم د ترهګرو له ګواښ سره مخامخ شي.

د بدخشان اوسېدونکی معراج په دې اړه وویل:«ناامنیو بالاخره د بدخشان د خلکو صبر کاسه نسکوره کړه. د فیض اباد ښار په شاوخوا کې، ناامني شته او اوس جناب والي صاحب تاجیکستان ته په چکر او ګرځندویۍ تللی. ځکه د بدخشان خلکو ته یې جدي پاملرنه یې نه‎لرله چې دوی له څومرو ستونزو سره مخ دي.»

د دغه ولایت بل اوسېدونکی محمدزمان په دې اړه وویل:«په دې کې شک نشته چې د بدخشان سیمه‎ییز چارواکي ډېر بې وسه دي. په خولې یې وویل، خو په عمل کې یې پیلي نه کړل. ورځ په ورځ ناامني زیاتېږي، د بدخشان خلک د دې وضعیت په اړه اندېښمن دي. که‎چېرې وضعیت په همدې ډول مخته ولاړ شي، په دې ځای کې به ناورین رامنځته شي.»

خو ځايي چارواکي بیا وایي،  افغان ځواکونه همدا اوس هم په کوهستان او تشکان ولسوالیو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د بدخشان والي احمدفیصل بیګ‎زاد په دې اړه وویل:«موږ په لومړي ګام کې باید کلي او بانډونه چې د دښمن لاسته ورغلي هغه باید چاڼ کړو. له هغې وروسته، له مرکزي مسوولینو سره په مشورې د سترو پوځي عملیاتو په اړه پرېکړه نیول کېږي.»

له بلخوا د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي مرکزي حکومت د بدخشان د امنیت د ټینګښت لپاره هېڅ اراده نه‎لري.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري په دې اړه څرګنده کړه:«په درې کلونو کې د بدخشان وضعیت بدلون کړی، یعنې وروستی ځل چې د وردوج یوه برخه وپرځېده او وروسته بیا ټول وردوج وپرځېد او وروسته بیا ټولې ولسوالۍ. تر ننه چې موږ او تاسې خبرې کوو، مرکزي حکومت د بدخشان خلکو ته له دروغو پرته، بل څه نه دي ویلي. هرکله چې ورځو وايي نن عملیات کوو، سبا عملیات کوو، پسرلۍ عملیات کوو، اوړی عملیات کوو. په ټول کې د بدخشان د چاڼ او پاکولو لپاره په مرکزي حکومت کې سیاسي اراده نشته.»

دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې طالبانو درې ورځې مخکې کوهستان ولسوالي ونیوله.

طالبانو د دې ترڅنګ چې د تشکان ولسوالۍ له شلو زیات کلي یې هم نیولي، له دوی سره په جګړه کې ویل کېږي چې له شلو زیات افغان پوځیان هم مړه او نیول شوي دي.

 د کوهستان ولسوالۍ پرځېدل او د بدخشان پر راغستان، درایم، تشکان او ارغنج ولسوالیو د طالبانو د پراخو بریدونو په وړاندې د افغان ځواکونو چوپتیا د دې ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.

شریک یي کړئ