Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بریټانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زیاتوالي غوښتنه کړې

د «لنډن سوټ اېسټ» انټرنېټي پاڼې د رپوټ پر حواله، د بریټانیې دفاع وزیر ګاوین ویلیامسون د دغه هېواد لومړي وزیر ته د یوه لیک له استولو سره په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د ښاغلي ویلیامسون د وړاندیز له مخې ټاکل شوې ده په افغانستان کې د بریټانیې د ځواکونو شمېر له ۶۰۰ تنو څخه یو زره او پنځوسو تنه ته لوړ شي.

اخوا د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ په سپینې ماڼې کې له ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي دوی هڅه کوي ترڅو داسې شرایط رامنځته کړي چې افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته له ترهګرو سره مبارزه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:« مونږ په افغانستان کې د خپلو روزونکو او له افغان حکومت څخه د ملاتړ کچه زیاتوو.»

له دې سره په ورته وخت کې افغانستان کې د امریکا پوځ وايي اوس‎مهال د افغانستان هوايي ځواکونه د ترهګرو پر ضد له امریکایي ځواکونو زیات هوايي بریدونه کوي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند مارټین اوډانل په دې اړه څرګنده کړه:« که‎‎چېرې تاسې شمېرو ته وګورئ دا موضوع به څرګنده شي چې افغان ځواکونه د امریکايي ځواکونو په پرتله زیات هوايي بریدونه کوي، دغه وړتیا په تېرو کلونو کې نه وه خو اوس د پام وړ زیاته شوې ده.»

پر طالبانو د پوځي فشارونو ترڅنګ واشنګټن غواړي د افغانستان کړکېچ په سیاسي هوارۍ کې د سیمې او په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونه  مهم رول ولوبوي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس په ډاګه کړه:« ازبیکستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا او افغانستان پر وړاندې روښانه او یو ډول تګلاره لري چې له دې تګلارې سره به د سیمې هېوادونه اقتصادي اسانتیاو ته ورسېږي.»

واشنګټن وايي د پوځي او سیاسي فشارونو ترڅنګ په افغانستان او نورو هېوادونو کې د افغانستان جګړې په اړه د دیني عالمانو غونډې پر طالبانو مذهبي فشارونه بلل کېږي.

شریک یي کړئ