Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بریټانیا افغانستان کې خپل سرتېري زیاتوي

د بریټانیا لومړۍ وزیرې، تریزا مې افغانستان ته د لا زیاتو سرتېرو د استولو خبره تایید کړه. آغلي مې وايي، هېواد یې غواړي افغانستان ۴۴۰ نور سرتېري واستوي.

دا په داسې حال ک ده چې اوس مهال افغانستان کې ۶۶۰ سرتېري لري، او که تازه دمي بریټانوي سرتېري راشي نو افغانستان کې به د بریټانوي سرتېرو شمېر ۱۱۰۰ ته لوړ شي.

بریټانیا تر ۲۰۱۴زیږدیز کال پورې افغانستان کې له ۷ زرو زیات سرتېري لرل، خو کله یې چې جنګي ماموریت ختم شو، اوس یې یوازې کم شمېر پوځیان افغان ځواکونو سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې ملاتړی رول په غاړه لري.

وروسته له هغې چې امریکا له ناټو هېوادونو څخه افغانستان کې د سرتېرو زیاتولو غوښتنه وکړه، ناټو هم ورته په افغانستان کې د خپلو دریو زرو سرتېرو زیاتولو ژمنه ورکړې ده.

همداراز کابل کې د بریټانیا سفارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې افغانستان ته یې د سرتېرو زیاتوالي موخه د ناټو ماموریت ظرفیت لوړوالی ښودلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي:« ناټو ناسته چې نن به په بروکسل کې ترسره شي د ملاتړ سره، افغانستان کې به د بریټانیا د سرتېرو شمېر ۱۱۰۰ ته ورسییږي.»

خبرپاڼې همداراز زیاته کړې ده:«دا شمېر غیرجنګي سرتېري به د د روزنې، سلا مشورې په چوکاټ کې افغانستان ته لیږل کېږي او دې هېواد کې د شته ۶۵۰ روزونکو ترڅنګ د افغان امنیتي دفاعي ځواکونو وړتیاو لوړولو کې کار کوي.»

بلخوا د بریټانیا دفاع وزیر، ګوین ویلیمسن ویلي دي چې هېواد یې افغانستان کې سولې او ټيکاو ته ژمن دی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې بریټانیا به هر کال د غیر پوځي موخو لپاره افغانستان کې د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه ۷۰ میلیونه پونډه ولګوي.

دوی همداراز ټینګار کړی دی چې بریټانیا د افغانانو په مشري روانې جګړې ته د سیاسي حل لار ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې اوکرایني چارواکو ویلي وو، افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي.

دې چارواکو زیاته کړې وه چې دا مهال افغانستان لپاره د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره ۱۱ اوکرایني سرتېري کار کوي، خو دا شمېره به ۲۹ ته لوړه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر زیات کړي.

اوس‎مهال افغانستان کې ۱۵ زره بهرني ځواکونه شتون لري چې د ۳۹ هېوادونو دي.

بریټانیا افغانستان کې خپل سرتېري زیاتوي

امریکا متحده ایالاتونو د ناټو غړو هېوادونو څخه افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر زیاتولو غوښتنه کړې وه

شریک یي کړئ