یو شمېر سرچینې که څه هم وايي چې دا کسان د طالبانو لخوا تښتول شوي دي، خو سیمهييزو چارواکو او طالبانو دا خبر نه دی تائید کړی
بغلان کې د یوه هندې شرکت ۷ کارکوونکي تښتول شوي دي
یو شمېر ناپيژاندو وسلهوالو په بغلان ولایت کې د یوه هندې شرکت اووه کارکوونکي تښتولي دي.
د بغلان ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د «ک ای سي» شرکت تښتول شویو کارکوونکو کې ۶ هندي وګړي او یو افغان شامل دي.
د بغلان د والي ویاند، عبدالحی نعمتي وايي چې طالبانو دا کسان د ډنډ شهابالدین وزغري کلي ته لېږدولي دي.
ښاغلی نعمتي وايي، طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي چې هندي کارکوونکي یې په تېروتنې سره بیولي دي، دوی ګمان کړی چې د دولتي شرکت کارکوونکي دي.
د بغلان والي وايي، هڅه کوي چې د سیمې خلکو منځګړتوب سره نیول شوي کسان خوشې کړي.
د «ک ای سی» شرکت افغانستان کې تر ټولو لوی شرکت دی چې د برېښنا رسولو چارې پر غاړه لري.
طالبانو په خپله نظر نه دی څرګند کړی.