Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ؛ له جګړو لېږدېدلې کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي

په بلخ کې د جګړو له امله لېږدېدلې کورنۍ وايي، د ژمي په رارسېدلو سره يې اړتیاوې ډېرې شوې او د مرستې لپاره له حکومته هیله کوي. 

ګڼ هغه کډوال چې خپلې مېنې يې پرېيښې دي د بلخ په کډوالو چارو ریاست کې را ټول شوي او د ملګرو ملتونو له لوري ورسره کېدونکې مرستې ته يې لاسونه نیولي دي. 

په بلخ کې د کډوالو چارو ریاست وايي، شمالي ولایتونو کې شاوخوا اوه زره کورنۍ په روان کال کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي. 

د دې ریاست مرستیال نظر محمد مشفق زیاتوي: «موږ په شمالی ولایتونو کې تر اوه زره د ډېرو بې ځایه شویو کورنیو د مېشتېدنې شاهدان یو، په تېره بیا فاریاب، سرپل، جوزجان، سمنګان، بغلان او کندوز نه موږ بې ځایه شوي لرل، چې په ګڼو سیمو کې اوس مېشت شوي او ډېری يې په خېمو کې اوسي، چې ځورونکی حالت لري.»

په شمال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ استازی سریچکو نیومان وايي، دوه نیم زره بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستې پلان لري.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «موږ کډوالو او بې ځایه شویو ته په شمال او شمال‌ختیځ کې ژمنۍ مرستې وېشو، په دې ولایتونو کې به دوه نیم زره کورنیو سره مرسته وکړو، هرې کورنۍ ته موږ پنخلس زره افغانۍ په پام کې نیولې، چې ژمي ته د سون توکي برابر کړي.»

د ولسي جرګې غړې برېښنا ربیع وايي دا مرستې ښې دي، خو کافي نه‌شي بلل کېدلی او  بې ځایه شوې کورنۍ په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي. 

هغې زیاته کړه: «موږ د کډوالو وضعیت له نږدې ولید، په بد وضعیت کې دي، سخت ژمی په مخکې لري، تر خېمو لاندې ژوند کوي، حالات يې خراب دي، دا نننۍ مرستې د يوې کورنۍ لپاره پنځلس زره افغانۍ ډېرې ښې دي، خو بیا هم زما په نظر کافي نه دي.»

د سرپل له جګړو راغلې فاطمه وايي، یوه انګړ کې پنځه کورنۍ تر خېمو لاندې مېشتې دي: «یوه انګړ کې پنځه کورنۍ دي، ډېرې يې تر خېمو لاندې دي، دا یخ نه وهي؟ وهي يې، هم يې ماشومان هم دوی.»

الله داد چې له فاریابه د خوندیتوب په لټه له جګړې راغلی، هم ورته نظر لري، هغه وايي: «یخ ډېر دی، خیمې، خوراکي توکو او سون توکو ته اړتیا لرو.»

دا په داسې حال کې دی چې په کور د ننه د بې ځایه شویو تر څنګ د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې په تېرو نهو میاشتو کې شاوخوا ۳۶۰۰ کډوال، له ایران او پاکستانه د هېواد شمالي ولایتونو ته بېرته راغلي دي. 

له نږدې څلورو کلونو راهیسې جګړه تر شمالي ولایتونو ورسېده او بغلان، کندوز او فاریاب کې خونړۍ نښتې يې د رسنیو د سر ټکي شول. 

شریک یي کړئ