Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې له ناندرو وروسته د عطا ګواښ

د جمیعت اسلامي اجراییه رییس، عطا محمدنور سې‎شنبې(د کب په ۲۸مه نېټه) ویلي دي هغه د کورنیو او دفاع وزارتونو سره د شوې هوکړې د پلې کېدو په تمه دی.

ښاغلي نور د نوي(۱۳۹۸) لمریز کال په مناسبت په یوه ویډیویې پیغام کې خبرداری ورکړی چې که ورسره شوې هوکړه پلې نشي، نو هر ډول غوراوی به وکاروي.

که څه ښاغلي نور د هوکړې څرنګوالي په تړاو جزئیات نه دي ورکړي، خو څرګند کړې یې ده چې په بلخ کې د نوي امنیه قومندان د ګمارنې پرمهال د کورنیو او دفاع وزارتونو سرپرستان مزارشریف ښار ته راغلل او ورسره یې د دریم غواروي په تړاو هوکړه وکړه.

هغه زیاتوي:«د هوکړې د پلې کولو تمه لرو، که پخوانی هوکړه تر پښو لاندې شوه دوه لوړپوړي وزیران(دفاع او کورنیو) راغلل او هوکړه یې وکړه، که دا هوکړه پلې نشوه زه باور لرم چې پلې به شي، نو موږ به بیا کارونه وکړو که زموږ کارونو بیا کمزورتیا درلوده، نو بیا دوی کولی شي چې نیوکې وکړي. په هر حال موږ ټول غوراوي ترلاس لاندې لرو، جګړه نه کوو، تر هغې چې پر موږ ونه تپل شي.»

عطا ګواښ کوي چې که هوکړه پلې نشي او پر وړاندې یې له زوره کار واخیستل شي، نو ارامه نه کیني.

دی وړاندې وايي:«دېر غوراوي دي چې موږ به بیا ترې کار واخلو، خو اوس زموږ منطق جګړه نه ده، خو آرامه نه کینو او د یوې ښې پایلې په تمه یوو، هیله ده چې هوکړه ژر پایله ولري او هیله ده چې نوروز یو ښه او آرامه نوروز وي.»

تېره اوونۍ ښاغلي نور د بلخ نوي امنیه قومندان په توګه د عبدالرقیب مبارز د ګمارنې د مخنیوي هڅه و کړه چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او ۱۸ نور ټپیان شول.

بلخ کې له ناندرو وروسته د عطا ګواښ

د حکومت او د بلخ عطا محمد نور ترمنځ ناندرې تېره پنج شنبې هغه مهال راپوته شوې چې حکومت په دې ولایت کې نوی امنیه قومندان معرفي کاوه

شریک یي کړئ