Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې نهه سیمه‎ییز پولیس وژل شوي

د بلخ ولایت سیمه‎ییز چارواکي د طالبانو په کمین کې د نهو سیمه ییزو پولیسو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې چارواکو په وینا، پېښه تېره ورځ(دوشنبې د وږي۲۶مه) د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.

د بوعلي سینا حوزوي روغتون سرطبیب، فیض محمد نور وايي چې د وژل شویو سرتېرو مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي.

بلخوا د جوزجان والي، لطف‎الله عزیزي وايي لسګونه ملي پولیس د یاد ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې که مرستندویه ځواک ور ونه رسېږي، ښایې یو شمېر سرتېري ووژل شي او یو شمېر هم له طالبانو سره یوځای شي.

د نوموړي په وینا، طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د قرقین ولسوالۍ پر مرکز خپل یرغلي بریدونه پیل کړي دي او مرکز یې د دې ډلې په کلابندۍ کې دی.

د جوزجان والي وړاندې وايي چې کلابندو ځواکونو ته د مرستو د لېږد هڅې روانې دي، خو د لارو بندون په اړه اندېښنې شته.  سره له دې، دی ډېر ژر د ملي اردو ځواکونو لخوا د قرقین ولسوالۍ د کلابندۍ ډاډ ورکوي.

په همدې حال کې په قرقین ولسوالۍ کې د پولیسو یو افسر، عزیزالله وویل چې ۶۰ تنه ملي پولیس له څلورو ورځو راهیسې په کلابندۍ کې دي. هغه زیاتوي چې د ۶۰ تنو له ډلې ۲۰ یې یا دندې پرېښې او یا له طالبانو سره یوځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې طالبانو د جوزجان ولایت خماب ولسوالۍ مرکز ونیو.

بلخ کې نهه سیمه‎ییز پولیس وژل شوي

د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د بوعلي سینا حوزوي روغتون یو چارواکی وايي د یادو کسانو مړي دې روغتون ته وروړل شوي دي

شریک یي کړئ