په بلخ کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې په نشهيي توکو د روږدو کسان شمېر ورځ په ورځ د زیاتېدو په حال کې دی او دمګړۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون کابو ۸۰ زره تنه په نشهيي توکو روږدي دي.
یو تن له دغو روږدو څخه د سرپل ولایت درې څلویښت کلن اوسېدونکی جمشید دی. چې خپل ژوند د مزارشریف ښار په شمالي هدیره کې تېروي.نوموړی وایي په ایران کې د خاورې پېژندنې په برخه کې زده کړې کړي او له دغه هېواده تر شړل کېدو وروسته پر نشهیې توکو اخته شوی دی.
جمشید زیاته کړه:«په مازندران کې مې درس لوست. د خاورې پېژندنې له څانګې فارغ شوم.»
جمشید د مزار شریف ښار په دشت شور هدیره شپه او ورځ تېروي او پر خپلو کړنو پښېمانه دی او د خلکو پر چلند نیوکه کوي.
هغه وویل:«له بدبختۍ په دغې هدیره کې وږی او تږی پورت یم له کورنۍ نه مې هم خبر نه لرم.»
حمید چې د نشهيي توکو یو بل قرباني دی هغه هم د مزارشریف د دشت شور په هدیره کې د روږدوکسانو له یوې ډلې سره ژوند کوي.
پر نشهيي توکو روږدي کسان په دغې هدیره کې په نشهيي توکو روږدي کېدل «پټ مرګ» مرګ بولي. هغوی پر خپلو کړو پښېماني ښيي.
حمید وویل:«زرنج مې درلود، ښه کورنۍ مې لرله، هر څه مې له لاسه ولاړل، نه پوهېږم څه وکړم.»
پر نشو یو بل روږدي غلام یحیا هم وايي:«خلک روږدي ته د یوه مریض په سترګه نه بلکې د یوه وژونکي او خلاف کار په سترګه ګوري.»
ویل کېږي په دغه ولایت کې نشهیې توکي په ازاد ډول پلورل کېږي او څو ثابت مرکزونه هم لري.
په بلخ کې له نشهيي توکو سره د مبارزې رییس محمدرحیم رحمان اوغلي څرګندوي:«په بلخ کې ۸۰ زره کسان په نشهيي توکو روږدي دي چې د وخت له تېرېدو سره په بلخ کې د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.»
د نشه یې توکو د پلور یو مرکز د خلکو د کورنو ترمنځ موقیعت لري، اوسمهال دلته څوک نشته او کېدای شي د پولیسو تر راتلو وروسته تښتېدلي وي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وايي دوی هڅه کوي د نشهیې توکو د پلور مرکزونه لهمنځه یوسي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت امر جنرال عبدالرزاق قادري وویل:«یوازې دا یو ځای نه دی په سیار او ګرځنده توګه هم نشهيي توکي پلوري چې څو ورځې مخکې موږ یو کس چې د ټکسي په واسطه یې وېشل ونیو.»
په هېواد کې د روږدو کسانو شتون لویه ټولنیزه ستونزه بلل کېږي.
وزګاري او نشهیې توکو ته د خلکو اسانه لاسرسی پر نشهیې توکو د روږدو کسانو په شمېر کې د زیاتېدو اصلي عوامل بلل کېږي.