Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بې‎پولې خبریالان: افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد دی

بې‎پولې خبریالان افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد بولي، خو زیاتوي چې دې هېواد کې د پرمختګونو لپاره هېلې لیدل کېږي.

رسنیو آزادیو په اړه د دوی نوی خپور شوی راپور ښیې چې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۱۸ ځای لري.

افغانستان ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې په نوملړ کې لوړ راغلی دی.

دا بنسټ یې لامل په نورو هېوادونو کې د رسنیو حالت خرابوالی او نسکورېدل، افغانستان کې د مالوماتو رسوَل د افغانستان د ځای پورته کېدل بولي.

دوی زیاتوي چې د نوملړ د ستونزو پېژندو اوو مواردو له ډلې په څلورو کې که څه هم کم وه، خو افغانستان په کې پرمختګ کړی. دوی دا موارد ټول‎پالنه، حقوقي او قانوني چوکاټ، بنسټونه او د رسنیو خپلواکي بولي.

په راپور کې راغلي دي چې افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی چې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو سره سره بیا هم دولت د توان تر حده د خبریالانو د خوندی‎توب لپآره پولیس، اردو او ملي امنیت ځواکونه بسیج کړي دي.

د تېر کال راهیسې حکومت او رسنۍ په ګډه د خبریالانو خوندیتوب لپاره ناسته کوي او مهم مسایل څېړي.

دا کمېټه د دولت لوړپوړو چارواکو، د خبریالانو فدرسیون او رسنیو څخه جوړه ده چې مشري یې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش کوي.

خبریالانو مدافع دا نړیوال بنسټ وايي چې دې کال کې د داعش او طالبانو بریدونو کې کابل او نورو ولایتونو په ګډون کابو ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي

شریک یي کړئ