Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې مخینه اقدام، شپې مهال د ښځو لاریون او د اوربند غځولو غوښتنه

د طالبانو د لاریون د پيل په درشل کې، د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په لسګونه مېرمنو په یوه لاریون کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځېدو غوښتنه کړې ده.

دغه مېرمنې د لنډمهاله اوربند هرکلی کوي او وایي، په هېواد کې سولې ته د لارې اوارېدو په پار باید دغه اوربند وغځول شي.

زیات شمېر مېرمنې په یوه بې مخینې اقدام سره د شپې لخوا د جلال اباد واټونو ته راووتلې او د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه یې وکړه.

دوی د سولې غوښتنې شعارونو په ورکولو د جلال اباد له مخابراتو څلور لارې د پښتونستان تر څلور لارې لاریون وکړ او په دې اړه د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتونکې شوې.

د جلال اباد اوسېدونکې حسنا احمدزۍ وویل:«زموږ د لاریون اصلي موخه دا ده چې له اوربند څخه ملاتړ وکړو. له طالبانو غواړو هغه اوربند یې چې اعلان کړی، وغځوي ترڅو د روژې اختر د تاریخ یوه ورځ وي.»

د لاریون برخوالې وايي مېرمنې تر ډېره په هېواد کې له څو کلونو جګړو او تاوتریخوالیو زیانمنې شوې او اوس‎مهال په لسګونه زره کونډې او بې سرپرسته مېرمنې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

د جلال اباد بله اوسېدونکې حسیبه وايي:«موږ له جګړې ستومانه یوو. ښکېل لوري دې سره هوګړې ته ورسېږي او جګړه دې ودروي. موږ ټول مسلمان یوو، ولې یو بل ووژنو؟ جګړو ډېرې مېرمنې کونډې او ډېر ماشومان یې یتمیان کړل.»

اخوا د هلمند ولایت د سولې کاروان هم د وردګو ولایت سیخ اباد سیمې ته رارسېدلی دی.

د دې کاروان غړي تمه لري چې د اختر تر پنځې یا شپږمې پورې به کابل ته راورسېږي.

د وردګو ولایت په بېلابېلو برخو کې له دغه ۷۲ کسیز کاروان سره کابو دوه سوه تنه نور هم یوځای شوي دي.

د دغه کاروان غړی عطا الله څرګندوي:« خلک زموږ له حرکته هیله‎من شوي؛ له مشرانو او ماشومانو نیولې تر ښځو له موږ هرکلی کوي او دا، د سرتاسري سولې لپاره هیلې رامنځته کړي دي.»

د دغه کاروان بل غړی نیک محمد هم زیاتوي:«ټول خلک له موږ هرکلی کوي. موږ ډېر خوشحاله یوو او هیله لرو چې دا خوځښت تلپاتې سوله رامنځته کړي.»

د هلمند د سولې کاروان غړو د اوربند ټینګښت ته د حکومت او طالبانو د هڅولو په موخه یوه میاشت مخکې پلې د کابل په لور سفر پيل کړ.

شریک یي کړئ