Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بې پولې خبریالان:په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ۵۷ خبریالان وژل شوي

د بې پولې خبریالانو سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان کړی چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په لړ کې ۵۷ خبریالان په بېلابېلو هېوادونو کې وژل شوي دي.

دغه سازمان چې په فرانسه کې موقعیت لري،د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۹ مه)په خپل کلني رپوټ کې اعلان وکړ چې په افغانستان او سوریه کې ډېریو قربانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ،په سوریه کې د خبریالانو د مرګ ژوبلې سږنی شمېر ۱۹ تنه او په افغانستان کې ۱۰ وژل شوي دي.

په افغانستان کې ټول دغه ۱۰ واړه خبریالان په قصدي توګه په نښه شوي دي.

د ۲۰۱۶ کال د جنوري په میاشت کې د طلوع ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د طالبانو د برید په ترڅ کې د درې ښځو په ګډون اوه خبریالان ووژل شول.

د دغه رپوټ پر بنسټ،۹ خبریالان په مکزیک،۵ په عراق او ۵ نور خبریالان په یمن کې وژل شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړه چې ټول دغه وژل شوي خبریالان په سیمه کې مېشت وو.

دغه سازمان په خپل رپوټ کې زیاتوي په روان زیږدیز کال کې همدارنګه ۹ تنه وبلاګ لیکوونکي او ۸ تنه د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه سازمان د رپوټ له مخې،دغه شمېرې د تېر کال په پرتله کموالی ښيي چې په تېر کال کې ۶۷ خبریالان وژل شوي وو.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپله استدلال کوي چې دغه کمښت د دغه حقیقت لپاره دی چې ډېری خیریالان له خطرناکو هېوادونو په ځانګړې توګه له سوریې،عراق،لیبیا،یمن،افغانستان او برونډي څخه تښته کړې ده.

د بې پولې غیر دولتي سازمان عمومي منشي کریسټوف ډلور ‎په قصدي توګه د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیادېدونکی وباله او زیاته یې کړه:«هغوی د دې لپاره چې خبریالان دي،په ښکاره په نښه کېږي او وژل کېږي.»

هغه زیاته کړه:«دغه وضعیت اندېښمنوونکی دی د خبریالانو د ژوندي د خوندیتوب لپاره د نړیوالۍ طرحې په ښکاره د ماتې ښودونکی دی.په هغو سیمو کې د مرګ د حکوم په څېر دی چې دوی په خپلواکه توګه له هغه ځای څخه رپوت ورکوي.چې هلته د سانسور او تبلیغاتو نفوذ شونی دی،په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د بنسټ پالو ډلو له خوا استفاده کېږي.»

دغه سازمان د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړي، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی استازی وګماري.

شریک یي کړئ