Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تخار کې د یوې ښځې صحرايي محکمې په تور د درېیو تنو نیول کېدل

د کورنیو چارو وزارت وايي د تخار ولایت په چاه‎آب ولسوالۍ کې د یوې ښځې صحرايي محکمې کولو په تور یې درې تنه نیولي دي.

د دې وزارت د ویاند دفتر سرپرست څرګندوي چې په دې کسانو کې د یادې ۲۲ کلنې ښځې ورور، خسر او تره نیول شوي دي.

له دې سره هم‎مهاله ښاغلی دانش ټينګار کوي چې یاده مېرمن له چاه‎آب څخه د تخار مرکز تالقانو ته رالیږدول شوې او امن ځای کې ساتل کېږي.

دا په د اسې حال کې ده  چې تېره اوونۍ په خواله رسنیو کې د یوې ښځې په بې‎رحمۍ ډول د وهلو انځورونه خپاره شول، خو ویل کېږي چې دا پېښه دوه میاشتې مخکې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي په تخار ولایت کې د یوې ښځې د صحرايي محکې په تور درې تنه نیول شوي او د دې ولایت مرکز تالقانو ته راوستل شوي

شریک یي کړئ