د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر د فرانسې هېواد له سفیر، فرانسوا ریشیه سره په کتنه کې دواړو خواوو سيمې ته له اروپايي هېوادونو څخه د هغو کسانو د راتګ پر مخنیوي خبرې کړې چې غواړي له ترهګریزو ډلو سره د ورانکارو عملونو په موخه یوځای شي.
له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د زمري پر لومړۍ) راغلي دي چې دواړو لورو په افغانستان او سیمه کې د ترهګریزو ډلو پر فعالیتونو باندې د خبرو ترڅنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دهمکاریو پر زیاتیدو ټینګار کړی دی.
په دې ناسته کې دواړو خواوو په فرانسه کې د افغان کډوالو د ژوند او د بیرته راستنیدو موضوع هم یاده شوې.
د فرانسې سفیر څرګنده کړې چې دوی له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو او اسانتیاوو د برابریدو او همکاریو ته چمتو دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د فرانسې سفیر ښاغلي فرانسوا ریشیه ته د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د اتلوالۍ د ګټلو له امله مبارکي وویله.
ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر د ناټو په سرمشریزه کې د فرانسې له مثبت رول او ونډې مننه کړې نوموړي هېواد ملاتړ یې د افغانستان او سیمې د ثبات له پاره مهم وباله.