Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په توره شپه کې جوړې شوې رڼا لس زره کسان شنه لوبغالي ته رابللي

د خلکو کومه ټولګه چې تېره شپه د افغانستان فوټبال غوره لیګ د پای لوبې نندارې ته راغلي وو، په تېرو ۳۰ کلونو کې مخینه نه لري.

د امنیتي ګواښونو سربېره، خلک د هېواد له هرې څنډې شنه لوبغالي ته ولاړل او د غوره لیګ د شپږم پړاو پای لوبه یې له شور او ځوږ سره ننداره کړه.

توره شپه کې جوړې شوې رڼا . شاوخوا لس زره کسان شنه لوبغالي ته رابللي دي. په دغې شپه کې، شور او ځوږ، د چاودنې او ځانمرګي برید غږونه چوپ کړي.

سیاسي لوبې، کینې او غُصې یې پرېښي. دې ځای کې څوک د چا مخالف نه دي، د فوټبال د سیالۍ له امله، ټول د یو بل په خوا کې دي او سره نېږدې دي.

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر وحید عمر چې د دغې لوبې د لیدو لپاره راغلی وه وویل:«نن دلته داسې فضا وینم، د نوي افغانستان فضا! ما تل ویلي دي چې افغانستان دوه مخه لري. د هغه اصلي مخ همدا دی.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک یو بل ننداره چي دی هغه هم په دې اړه وايي:«همدا هیله ده چې زه په خپله نن دلته راغلی یم ترڅو دغه په زړه پورې لوبه له نېږدې ووینم.»

د نړینه‎وو سربېره د مېرمنو حضور هم د پام وړ او هغوی دومره خوښې دي، لکه چې ازادي وي.

د کابل اوسېدونکې زحل په دې اړه وویل:«زه افسوس کوم چې د نرینه‎وو یوه طبقه نه پرېږدې چې موږ وده او پرمختګ وکړو. نن کله چې دلته راغلم او دا ټول ځوانان مې ښاد ولیدل، روح او اروا مې ارامه شوه.»

د مینه والو په منځ کې یوه ۸۰ کلنه مېرمن لیدل کېږي، چې په اسانه خبره نه شي اورېدای، خو د فوټبال سیالۍ لیدو لپاره دلته راغلې.

بي بي ګل زیاتوي:«شاهین ګټوونکې ده. دوه ګوله یې وهلي دوه ګوله نور دې هم ووهي، زه خوشحاله کېږم.»

د سیالۍ په پای کې یوه لوبډله ګټوونکې او بله هم ماتېږي. خو د خلکو د نېږدېوالي فضا پر خپل ځان ده.

د هېواد نامتو او تکړه سندرغاړی فرهاد دریا په دې اړه څرګنده کړه:«نن دغه خوښي او خوشحالي زما تر پوټکي لاندې او هډوکو کې وځغلېده، په نننۍ سیالۍ کې چې په هغې دوه لوبډلو ګډون درلود، خو ګټوونکی یې یو وه؛ هغه ګټوونکی افغانستان دی.»

ولسمشر غني هم لوبه لیدلې او په دې اړه په ډاګه کوي:«د تېرې ورځې سیالۍ یوه معمولي سیالي نه وه.د هغو خلکو یوه بېلګه وه چې هېڅکله ګواښ ته نه تسلیمېږي.»

۶ کاله وړاندې هغه مهال چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان فوټبال غوره لیګ پیل شو، تمه نه کېده چې دا لړۍ به دومره زیات مینه وال پیدا کړي. خو نن خلکو دا هیله ورکړه، چې بدلون به راشي، هغسې بدلون چې پایله به یې د سولې ټینګښت او هوساینه وي.

شریک یي کړئ