Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرې ورځې برید له کبله د پېژندپاڼو وېش ۴مرکزونه کابل کې تړل شوي

د نفوسو احوالو ثبت اداره وايي چې په کابل کې د ټاکنو لپاره پېژندپاڼو اخیستو پر مرکز له برید وروسته اوس‎مهال پلازمېنه کې څلور د رایو ورکولو مرکزونه تړلي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي، ټاکل شوې د لا ډېرو امنیتي تدابیرو تر نیولو وروسته به دا مرکزونه د سې‎شنبې پرورځ بیا پرانیستل شي.

د تذکرو او رایو ورکونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت پر څرنګوالي اوس هم نیوکې کیږي، د سیمې اوسیدونکي وايي له پيښې یوه ورځ مخکې یې هم له امنیتي ځواکونو د سیمې دامنیت د ساتلو غوښتنه کړې وه.

د سیمې اوسېدونکی، سید بشیر وايي:«موږ مخکې له هغې یوه ناسته درلوده له همدې کبله په سیمه کې نفوس زیات وه او خلک ډېر وو چې دا کوڅه بنده شي او د خلکو امنیت دلته ونیول شي؛ خو دا موضوع ته پام ونشو.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي چې د پېژندپاڼو د ویش او د رایو ورکوونکو نوم لیکنې مرکزنو امنیت تامین لپاره یې څېړنې پیل کړې دي.

دی زیاتوي:«موخه دا ده چې موږ باید د یوه میکانیزم پر څرنګوالي د رایو ورکوونکو او پېژندپاڼو ویش مرکزونو امنیت تامینوي، کتنه وکړو او باید چې یو نوی پروګرام ولرو.»

په دې لړ کې د ملي شورا یو شمېرغړي وايي که امنیت په سمه توګه ټینګ نشي د ټاکنو بهیر به ناکام شي.

د ولسي جرګې د کورنیو امنیت کمېسیون رئیس، محمداقبال صافی څرګندوي:«موږ باید په دې اړه په څانګړې توګه امنیتي او کشفي بنسټونه سل په سلو کې د مراکزو امنیت تامین لپاره یوه پرېکړه وکړي.»

همداراز د مشرانو جرګې غړی، جمعه‎الدین ګیانوال زیاتوي:«که حالات داسې دوام وکړي، زه په دې باور یم چې د ټاکنو لپاره به دا چمتووالی ناکام وي.»
 
د یکشنبې پر ورځ ځانمرګی برید په یوه میاشت کې د کابل په لویدیځ کې دوهم برید وه.

د روان هجري لمریز کال په لومړۍ ورځ هم د نوروز جشن کې د ګډون کونکو په منځ کې د کابل په لویدیځ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله په سلګونو تنه مړه او ټپيان شول.

د کابل لویدیځ شپږمې حوزې په سیمه کې د رایو ورکولو لپاره د نوم لیکنې پر مرکز له بریده څو ساعته وروسته د پېښې قربانیانو شمېر زیات شو چې ۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او کابو ۱۱۲نور ټپيان دي

شریک یي کړئ