د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېر یوه زیږدیز کال کې د زړه سوري په ناروغۍ د ۱۷۴۷ ماشومانو له درملنې خبر ورکوي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین د ننه په هېواد او له هېواده بهر روغتونونو کې د هغو څلوېښتو ماشومانو د معرفي کولو خبر ورکوي چې زړونه یې سوري دي.
د دې ټولنې سکرترجنراله وایي له دې بنسټ سره د مالي مرستو زیاتوالی د دې لامل شو چې په تېر زیږدیز کال کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله له شپيته سلنې زیاتو ماشومانو چې ډېریو یې زړونه سوري و درملنه وشي.
د سرې میاشتې ټولنې نیلاب مبارز په دې اړه وویل:«په لومړي کال مو د ۷۹ ناروغانو درملنه وکړه خو تېر کال مو ۱۷۴۷ ناروغانو درملنه وکړه. کېدای شي چې دا ستاسو لپاره د قناعت وړ وړي. کهچېرې زموږ د روغتونونو وړتیا زیاته وي د درمنلې زمینه مساعدېږي. یو نیم کال مخکې څلور روغتونونه وو خو اوس ۸ روغتونونه دي.»
د دې ټولنې د شمېرو له مخې په تېرو لسو کلونو کې د ۸۶۷۰ هغو ماشومانو درملنه شوې چې زړونه یې سوري و او څه د پاسه ۶۶۰۰ نور ماشومان هم د درملنې په تمه دي.
اوه نیم میاشتنۍ سمیه کله چې د دریو ورځو وه کورنۍ یې پام شو چې هغه روغه نه ده او ډاکتر ته په مراجعې سره یې تشخیص وشو چې زړه یې سوری دی.
اوس ټاکل شوې د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا یې د کابل په یوه روغتون کې درملنه وشي.
خو دوه کلن نصیر احمد هغه ماشوم چې زړه یې سوری و چې تېر کال یې درملنې وشوه.
د نوموړي پلار وايي اوس یې زوی د نورو ماشومانو په شان ډوډۍ خوري او تفریح کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي د دې ټولنې روغتون په پرمختللو وسایلو سمبال ده او په راتلونکي کال کې به په کابل کې ګټې اخیستو ته وسپارل شي چې په هغه صورت کې به د ماشومانو چې زړونه یې سوري دي د درملنې لازیاته زمینه برابره شي.