Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېر کال فراه کې کابو زر تنه پولیس سرتېري وژل شوي

په فراه کې امنیتي چارواکي وايي چې د کم کارۍ او مدیریتي کمزورتیا له امله، په دغه ولایت کې د تېر یوه کال جګړو کې کابو زر تنه پولیس سرتېري وژل شوي او په سلګونه نور ټپيان دي.

هغوی وايي چې په دغو جګړو کې په ولسوالیو او ښار کې په لسګونه امنیتي پوستې د طالبانو لاسته ورغلې دي او د فراه ښار ته‎څېرمه سیمو کې یولیس سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله رسېدلې ده. 

د فراه امنیه قوماندان رحمت الله صدیقي په دې اړه وايي:«په لومړۍ ربع کې ۴۷۸ پولیس ځواکونه او په دویمه ربع کې ۲۸۱ او په درېیمه ربع کې هم ۲۳۱ دولتي ځواکونه له لاسه ورکړي؛ اوس تاسې فکر وکړئ چې یوازې په فراه ولایت کې څومره انسانان وژل شوي دي.»

پوځي چارواکي مني چې په دې ولایت کې له پوځي عملیاتو وروسته، امنیتي وضعیت د پام وړ بدل شوی. د فراه امنیه قومندان وايي، تېره یوه میاشت کې دغه ولایت کې یوازې یوه پولیس سرتېري قرباني ورکړې ده.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري وویل:«په فراه کې وضعیت ښه شوی؛ تاسې د څو ورځو مخکې شاهد وئ - ولسمشر په فراه ښار کې تګ کاوه، دا په خپله د دې ښودنه کوي چې فراه امن دی.»

د فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي، هغه مافیايي کړۍ چې د دې ولایت له ګمرک یې د خپلې ګټې لپاره کار اخیسته او همدا ډول یې د یو شمېر پوستو په سقوط کې له طالبانو سره لار لرله، اوس یې لاسونه لنډ شوي دي.

د فراه والي محمد شعیب ثابت په دې اړه څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې په فراه کې امنیت تامین کړو، څو خلک په ارامۍ خپل عادي ژوند په مخ یوسي.»

فراه په تېر کال کې د سختو نښتو شاهده وه او ان ځینې سیمې یې هم سقوط شوې. خو د افغان ځواکونو له عملیاتو وروسته، اوس ډېری هغه سیمې بېرته عادي حالت کې دي چې مخکې ناامنه وې.

پوځي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ځپلو لپاره پوځي عملیات ګټور وو او د هغوی په فعالیتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دې ولایت پولیس وايي، تېر یوه کال کې له طالبانو سره د نښتو په پایله کې نږدې زر تنه پولیس سرتېري قرباني شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ