ثریا دلیل د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه د سوئیس په ژنو ښار کې د ملګرو ملتونو عمومي مدیر مایکل مولر ته وړاندې کړه.
مېرمن دلیل له دې وړاندې د ۲۰۱۲ د مارچ له میاشتې څخه د ۲۰۱۴ کال تر ډسمبره د هېواد د عامې روغتیا د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.
مېرمن دلیل له دې وړاندې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۲ زیږدیز کلونو کې د عامې روغتیا په وزارت کې د سرپرستې په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغې همدارنګه د ۱۹۹۴ تر ۲۰۰۹ زیږدیزو کلونو کې په افغانستان او سومالیا کې په یونېسف کې کار کړی دی.
د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې له دې وړاندې په افغانستان کې د کډوالو د سازمان او د بې پولې ډاکټرانو د کارکوونکې په توګه کار کړی دی.
مېرمن دلیل د کابل د طب له پوهنتون څخه فارغه شوې ده او په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.
په دې اړه مو اندونه