Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جان کېري:په افغانستان کې د کړکېچ د رامنځته کېدو مخنیوی مې کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري،په یوې خبري ناسته کې وویل چې افغانستان په ټاکنیز کړکېچ کې له منځګړيتوب سره،په دغه هېواد کې د یوې احتمالي کورنۍ جګړې څخه مخنیوی کړی دی.

په داسې حال کې چې د امریکامتحده ایالاتونو د اوسني حکومت کاري پړاو تر راتلونکو دوو اوونیو په رسمي توګه پای ته رسېږي،د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په وروستۍ غونډه کې په حضور سره د هغه یوه لاسته راوړنه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخنیوی وباله.

جان کېري وویل:«موږ ټول پوهېږو، چې اوضاع  څومره کړکېچنه کېدای شوه. کله چې ټاکنې له جدي ننګونو سره مخ شوې، افغانستان د پرځېدو په غاړه ولاړ وو، آن داسې اټکل کېده چې دا کړکېچ په کورنۍ جګړې بدل شي.»

د ښاغلي کېري په باور،افغانستان تر اوسه هم له سترې آزموینې سره مخ دی. او له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ دوام جدي اړتیا بولي.

که څه هم چې تر اوسه روښانه نه ده چې د افغانستان په وړاندې به د امریکا د راتلونکي حکومت سیاست څه ډول وي، خو د امریکا دفاع وزارت له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ په دوام ټینګار کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک وویل:« افغانستان تر اوسه هم یو خطرناک هېواد دی. ستونزې تر اوسه هم په خپل ځای دي. فکر کوم په دې اړه مو د ولسمشر خبرې اورېدلي دي. موږ له افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکو ترڅو پیاوړي شي. او دا یو مهم ماموریت دی.»

 خو د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا مبارزه هغه هم په افغانستان کې تر کومه حده بریالۍ وه.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح په دې اړه وايي:«له شک څخه پرته د امریکا متحده ایالاتو د ملي یووالي حکومت په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لرلې ده او د امریکا لپاره یوه لاسته راوړنه وه،خو په افغانستان کې د امریکا مأموریت په ټول کې بریالی نه وه.»

د ولسي جرګې بل غړي رمضان جمعه‎زاده وویل:« له بده مرغه طالبان له مخکې څخه ډېر ځواکمن شوي دي او د داعش حضور هم پراختیا موندلې.زه فکر کوم،د امریکا متحده ایالات باید د ترهګرۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جګړه ایز ماموریت په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې پای ته ورسېد او د دغه کال په پای کې ډېر امریکايي سرتېري له افغانستانه بهر شول خو تر اوسه هم کابو ۹ زره امریکايي سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې او ترهګر ضد ماموریت ترسره کولو په موخه مېشت دي.

شریک یي کړئ