Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال دوستم د سولې او امنیت برخه کې د ولسمشر پر سیاست نیوکه وکړه

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم جوزجان کې په یوه غونډه کې د امنیتي ننګونو او ترخوا یې د سولې په اړه د حکومت یو شمېر کړنې تر پوښتنې لاندې راوستې. 

بلخوا جنرال عبدالرشید دوستم د ولسمشر غني د هغو خبرو په غبرګون کې چې په هېواد کې د یو شمېر زورواکو ښکر هغه هم پلاستکي ښکر ورمات کړي وايي ولسمشرغني د هوسۍ د یو ښاخ د ماتولو زور او وس هم نه لري. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال د جوزجان په مرکز شبرغان کې د یوې ناستي پر مهال په هېواد کې د سولي پر وروستیو هڅو ټينګار کړی دی. 

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وویل:«ومو لید چې کابو اته او یا هم اوه میاشتې له امریکایانو سره د سولې بهیر روان دی، د افغانانو او یا هم زموږ د حکومت ترمنځ هم ډېر ژر پیل شي.»

په ورته وخت کې عبدالرشید دوستم د خپل کور دننه یو شمېر هوسیو ته ګوته نیسي او د ولسمشر هغه څرګندونو ته اشاره کوي چې څو ورځې وړاندې یې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال کړې وې.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو:«یا خدایه ځواک راکړې هغوی چې ځان ته زورواکي وايي او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي، زنګنونه یې تاو کړم. یوازې زنګنونه یې، پلاستیکي ښکر یې هم مات کړم.»

د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم څرګنده کړه:«کومه بې ښکرې هوسۍ به یې لیدلي وي چې ښکر یې مات کړي. دا هوسۍ یې نه دي لیدلي. ډاکټر صاحب اشرف غني! (د دوی ښکر) پلاستیکي نه دي! په خدای له نیزې هم تېره دي.»

دوستم زیات وخت کېږي چې د هېواد شمال کې دی. دی ټینګار کوي چې د سولې راتلو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ