Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال دوستم د طالبانو له یوه کمینه روغ رمټ ووت

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د موټرو کاروان د شبرغان - مزار د لویې لارې په اوږدو د «تېمورک»سیمه کې د طالبانو له یوه کمین سره مخ شو.

د ملي جنبس ګوند د ځوانانو مسوول کنشکاه ترکستاني د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې په دغه برید کې ښاغلي دوستم ته زیان نه دی رسېدلی.

خو سرچینې وايي چې په دغې پېښه کې د جنرال دوستم یو ساتونکی وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپيان دي.

د دغو سرچینو پر وینا، د ښاغلي دوستم د موټرو کاروان په ځلونو په دغې لار په نښه شوی دی.

جنرال عبدالرشید دوستم چې نن له یوه بهرني سفر نه هېوا ته راستون شوی و. هغه نن له غرمې وروسته چې په بلخ کې د خپلو پلویانو ته وینا کوله، وویل که‎چېرې هغه ته اجازه ورکړل شي، طالبان به د شپږو میاشتو په اوږدو کې له شماله پاک کړي.

شریک یي کړئ