Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال رازق:د سیمې هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي

د کندهار امینه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان،ایران او روسیه د طالبانو او نورو ډلو د جنګي ماشین د فعالوالي لپاره هغوی تمویل او سمبالوي.

نوموړي وايي چې له ډېر پخوا څخه د روسيي هېواد د وسله والو طالبانو سره اړیکي لرلې ، او اوس هم د ایران پر مټ په هلمند او ارزګان ولایتونو کي طالبانو ته وسلي او پیسي وېشي.

جنرال رازق د کندهار امنیه قوماندان په دې اړه څرګنده کړه:روسیان د ۲۰۰۴او  ۲۰۰۵ څخه د وسله والو طالبانو سره اړیکي لري.دا سمه خبره نه ده چي ویل کېږي دوی تازه د طالبانو سره اړیکي پیدا کړي دي .خو اوس د دوی اړیکي د طالبانو سره بربنډې شوي ، پاکستانیان ایرانیان او روسیان په ګډه د ترهګرو ملاتړ کوي او روسیان دا ټول کارونه ایران پر لاس کوي، مثلا د طالبانو سره د وسلو او پیسو مرسته.»

خو د کندهار امنیه قوماندان وايي چې د روسیې او نورو هېوادونو څخه د طالبانو له لوري د پیسو او وسلو غوښتل د طالبانو لپاره شرم وړ خبره ده.ځکه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره په افغانستان کي د جګړي ډګر ګرم ساتلی دی.

جنرال رازق زیاته کړه:«موږ پر طالبانو دا غږ کوو، چې ستاسو لپاره ډېره د شرم خبره ده.چي  د جهاد په نوم جنګېږي او مرسته د روسيي څخه اخلي.دا هغه روسیه ده چي زموږ هېواد يي ویران کړی دی،او موږ يي کلونه کلونه د پرمختګ څخه شاته پرېښودو، څلوېښت کاله خو جګړه وشو، او په همدومره وخت کي بېرته کېدای شي جوړ هم نه‎شي.او دامو د طالبانو څڅه غوښتنه ده چي له دې کار څخه لاس واخلي.»

بل لوري د کندهار مدني فعالان وايي چې د بهرنیو هېوادونو له لوري د طالبانو سره د وسلو او پیسو مرستي به جګړه نوره هم اوږده کړي ، خو ګټوونکي به امنیتي ځواکونه وي.

احمدشاه سپر مدني فعال په دې اړه وايي:«جګړه به په خاصو محاضو کي ډېره شي او دوی به په یو کوچني بریالیتوب خوشحاله شي.او کېدای شي زموږ ځواکونو ته مرګ ژوبله هم واړوي.خو نهايي بریالیتوب د افغانستان دی او تر اوسه وسله وال مخالفین نه‎دي توانېدلي چي د افغانستان یوه وړوکي سیمه یا ولایت تر خپل ولکي لاندي راولي.»

څه موده وړاندي د هلمند سیمه‎يیزو چارواکو هم ویلي و، چي د هلمند په کجکي ولسوالی کي یو شمېر روسيي کسان لیدل شوي وو چې وسله والو طالبانو ته يي وسلي وېشلې. خو اوس باورونه دا دي چي په ارزګان او هلمند ولایتونو کي د جګړي د اوږدېدو یو لامل هم د ایران ، پاکستان او روسيي لاسوهنې دي.

شریک یي کړئ