Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جنرال رازق سویل کې د طالبانو پرضد د پوځي عملیاتو خبر ورکوي

د کندهار امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د دې ولایت میوند ولسوالۍ څخه د لیدنې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ دې ولایت کې د طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شي.

د کندهار میوند او غورک او د هلمند سنګين او نهرسراج ولسوالۍ ګډي پولي لري، او د هلمند د ناامنيو له امله يې د کندهار یادي دوې ولسوالۍ ناامنه کړي.

جنرال رازق څرګندوي:«په دې سیمه کې ستونزې شته، سره له دې موږ هڅه کړې ده او په راتلونکو ورځو کې نور پلانونه هم شته او پوځي عملیات دوامداره دي، د هلمند او ننګرهار ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې دا سیمې به له دښمن څخه پاکې شي.»

په همدې مهال د کندهار په میوند ولسوالۍ یو شمېر سرتېري وايي، ځیني وختونه وسله‎وال مخالفین او د نشه‎یی توکو کاچاق وړونکي  د هلمند نا امنه ولسوالیو څخه هڅه کوي تر څو د کندهار لوري ته راشي او دوی يې تل مخنیوي کړی دی.

د پولیسو سرتېری، شمس الله په دې اړه وايي:«هغه سیمه چې د هلمند او کندهار تر منځ پرته ده، هلته دښمن شته، خو موږ له دې خوا ورځو او نور ځواکونه له هلمند ولایت څخه راځي او ځانونه هلته رسوو.»

همداراز بل سرتېری، نور محمد زیاتوي:«هو له دوی سره(طالبان) جګړه کوو. ځینې وخت دوی راته کمین نیسي او ځیني وخت موږ ورته کمین نیسو او وهو یې.»

د هېواد په سویل کې امنیتي چارواکي په داسې حال کې د طالبانو پر ضد له پراخو پوځي عملیاتو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو نوې تګ‎لارې له مخې ټاکل شوې ده هېواد کې د ترهګرو پر وړندې هوايي بریدونه دوه برابره زیات شي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د طرحه شوي پلان له مخي لومړني عملیات د کندهار او هلمند په هم سرحدو ولسواليو کې پيلېږي

شریک یي کړئ