Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جنرال رازق عطا محمد نور د بلخ بر حاله والي بولي

د کندهار امنیه قومندان ټینګار کوي چې د یوه ایتلافي حکومت یو لوری نهشي کولی د حکومت د بل لورې یو غړی له دندې لېرې کړي.

په همدې حال کې جنرال رازق په حکومت کې ځینو کړیو باندې تور لګولی چې د هېواد د بېلابېلو سیمو د ناامنه کولو هڅه کوي.

د کندهار امنیه قومندان د ارګ او اسلامي جمعیت ترمنځ د وروستیو جنجالونو په غبرګون کې عطامحمد نور د بلخ برحاله والي بولي او همداراز د ملي یووالي حکومت د جوړېدو څرنګوالی د پوښتنې وړ بولي.

هغه نن رسنیو ته وویل:«لومړی زه تاسو ته ووایم چې تاسې عطا ته پخوانی والي وایئ؛ خو زه هغه برحاله والي بولم! وروسته همدا سمه ده چې په حکومتونو کې ادلون بدلون یو اصل دی؛ خو دا په هغه صورت کې ده چې یو ښه او قانوني حکومت وي، د افغانستان هر وګړي رایه ورکړي وي، شپته، پنځه اویا او تر اتیا سلنه رایه یې اخیستې وي او اپوزېسیون یې یوازې ۲۰ سلنه رایه اخیستې وي او یا هم ۱۰ سلنه. نو که دا حکومت له پیله د دوه خواوو له خوا جوړ شوی وي او اوس یوه خوا وغواړي په ثانیه کې بله خوا لیرې کړي، دا شونې نه ده او داسې مسایل هېواد خرابوي.»

د کندهار امنیه قومندان د هغو هڅو یادونه کوي چې د نوموړي په وینا د ننه په حکومت کې د یو شمیر کسانو لخوا د هیواد د ځینو سیمو د امنیت د ګډوډولو لپاره پيل شوې دي.

جنرال رازق زیاته کړه:«دوی تاسې فکر کوي که‎چېرې دا سیمې ناامنه کړي، دا ورته سیاسي ګټه رامنځته کوي او ښايي په راتلونکو ټاکنو کې په درد یې ولګېږي، خو دوی چې هر فکر لري، دا غلط دی او که‎چېرې وغواړي چې په دغو سیمو کې هر ډول ناامنۍ ته لمن ووهي، دا به ورته ګټه ونه کړي او که ‎چېرې خلک دوی ونه غواړي، نه‎شي کولای پاتې شي.»

له بلخوا عطامحمد نور هم په خپلو نویو څرګندونو کې له جنرال عبدالرازق څخه ملاتړ کوي.

د ولسمشر له خوا لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور څرګنده کړه:«د کندهار امنیت حتا ډېری ځایونه یې د بلخ په څېر امنیت یې تینګ دی؛ د جنرال رازق خان د لیرې کولو لپاره د لسټوني رانغاړل او د دسیسې جوړل دا د حکومتوالۍ کار دی؟»

د کندهار د امنیه قومندان دغو څرګندونو هم په دې ولایت او هم په پلازمېني کې یو لړ غبرګونونه راپارولي دي.

د کندهار د ولایتي شورا غړی نعمت الله شیر دلي وویل:«دا شخص زموږ خپل دی او پرېږدئ هغه په ارامښت کې کار وکړي؛ کارونه او سیاسي موخې او ډلې یې په افغانستان کې نه ځای لري او نه کارونې!»

په دې اړه تراوسه حکومتي سرچینو څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې د کندهار امنیه قومندان د کورنیو چارو وزارت یو کارکوونکی دی خو دا وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي چي ملي یووالي حکومت انتخابي حکومت نه بلکې یو ایتلافي حکومت دی.

شریک یي کړئ