Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جواد ظریف بهرني ځواکونه په افغانستان کې ماتې خوړلي ګڼي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف، په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان په اړه په ژوره توګه په اندېښنه کې دی.

هغه وايي:«زموږ په نظر یرغل کوونکي او ښکېلاک‎ګر باید خپله ماته ومني او ژر تر ژره افغانستان پرېږدي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې بهرني ځواکونه له اوسنۍ اوضاع ناوړه استفاده کوي او نویو وینو تویولو ته لمن وهي.

هغه زیاته کړه چې ایران په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای لپاره له افغان حکومت او د دغه هېواد له ګوندونو او ګاونډیو هېوادونو سره کار ته چمتو دی.

هغه زیاتوي:«د ایران اسلامي جمهوري له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې زغم خپل کړي او له ورور وژنې لاس واخلي، او د دایمي اوربند او ملي پخلاینې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د بې‎ګناه کسانو او ولسي وګړو د وینې له تویولو لاس په سر شي.»

د ښاغلي ظریف دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د یکشنبې پر سهار د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دوحه کې له طالبانو سره غونډه لغوه کړه  او له دې ډلې سره یې د سولې خبرې هم ودرولې.

شریک یي کړئ