Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې د روغتیایي خدمتونو په تړاو شکایت

د جوزجان اوسېدونکي په دغه ولایت کي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي.  دوی وايي لا هم د دغه ولایت په ډیرو سیمو کي خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د روغتیايي کارکوونکو کمښت، د ناروغانو لپاره د اړتیا وړ بسترونو نشتوالی، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی او د جوزجان ولایت په ډېری برخو کې د درملنې مرکزونو لېرې والی هغه ستونزې دي چې د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي یې له امله تر پوزې راغلي دي.

د جوزجان اوسېدونکی، عبدالبصیر څرګندوي:«هغه ستونزې چې موږ یې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې لرو، دا دي چې زموږ کلینیک لس بستریز دی، د عملیات ځای نشته، لابرتوار نلري. موږ اړ یوو چې کابو ۲۵ تر ۳۰ کیلو مترو لیري خپل مریضان شبرغان ته یوسو.»

د جوزجان ولایت د اوسېدونکو په وینا ددغه ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه له کلیو څخه تر شل کیلومتره واټن لري. روغتیايي مرکزونو ته ورغلې لارې هم معیاري نه دي، په ځینو موردونو کې ناروغان د درملنې مرکزونو ته له رسېدو مخکې مري.

د جوزجان اوسېدونکی، مصطفی وايي:«ښه ډاکټران نلرو، نرسان د انستیتیوت نه فارغ شوي، د ډاکټر کار کوي، او سمه رسیدنه نه کیږي، د ژوند سره لوبه نه کیږي، له حکومت نه هیله کوو چې

زموږ ستونزو ته پام وکړي.»

په دې لړ کې د جوزجان د عامې روغتیا رییس په دغه ولایت کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د ترسره کولو لپاره د هڅو خبره کوي.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس، حفیظ الله جمشېدي څرګندوي:«کابو ۱۴ فرعي روغتيآيي مرکزونه د جوزجان ولایت په لیري پرتو سیمو کې رامنځته شوي او فعاله دي.»

په جوزجان ولایت کې د درملنې څه د پاسه شپېته دولتي او نادولتي مرکزونه فعالیت لري چې په دغو مرکزونو کې کابو دوه زره تنه خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.

په دې لړ کې د جوزجان د عامې روغتیا رییس په دغه ولایت کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د ترسره کولو لپاره د هڅو خبره کوي

شریک یي کړئ