Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان کې پر داعش ډلې د برید په پایله کې ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي

د فاریاب ولایت ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش پر ډلې د هوايي برید په پایله کې، ۱۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

د فاریاب ولایت دغه اوسېدونکي وايي چې داعشیانو موده وړاندې د فاریات ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا برمته ونیو او هغه یې د جوزجان ولسوالۍ درزاب ولسوالۍ ته بوته، له دې امله، د فاریات د شیرین تګاب او درزاب ولسوالیو ۱۴ تنه د هغه د خلاصون لپاره د داعشیانو یوه قومندان قاري حکمت الله ته د منځګړيتوب لپاره تللي وو.

د هغوی په وینا، د قاري حکمت الله له مرستیال قاري شجاع سره د خبرو پر مهال، د داعشیانو د اوسېدو ځای په نښه شو او د داعشیانو د وژل کېدو سربېره، ۱۰ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

اکبر د دغې پېښې یو ټپي دی او اوس د جوزجان ولایت په روغتون کې دی هغه وايي:«په خونه کې ناست وم، چې یو شی راغی او پر خونې ولګېد او دېوالونه ونړېدل. ۱۰ تنه ووژل شول او څلور نور ټپيان شول؛ موږ د منځګړيتوب لپاره هلته تللي وو.»

د دغه هوايي برید یو بل ټپي شریف وویل:«زموږ غوږونه د دغې چاودنې له امله څه نه اوري، زموږ بدن ټپي دی. دا کار ښه نه دی چې ولسي وګړي په نښه کوي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو او افغان ځواکونو په هوايي برید کې، ولسي وګړي زیان ویني؛ ملګرو متلونو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو له زیاتوالي وروسته، د ولسي وګړو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ