د ملي دفاع وزارت وايي چې د داعش ډلې ۱۱ غړي له جګړې لاس په سر شوي دي او له وسلو سره یې ځانونه امنیتي ځواکونو ته سپارلي.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې نن)دوشنپې د زمري لومړۍ) راغلي دي یادو کسانو د جوزجان ولایت په قوشتېپې ولسوالۍ کې د دولت ضد کړنې ترسره کولې.
خبرپاڼه وړاندې کاږي:«د دې ډلې ۱۱ غړو د حقانیت پوهېدو سره د قوشتېپې ولسوالۍ په جرقدوق سیمه کې له جګړې لاس په سر شول او له خپلو وسلو سره د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ځانونه سپارلي دي.»
خبرپاڼې کې همداراز راغلي دي:«د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو هغو کسانو ته چې له جګړې لاس اخلي او غواړي چې له سولې ډک ژوند ولري، هرکلی وايي او د هغو کسانو پر وړاندې چې د هېواد نظم خرابوي، مبارزه کوي او هغوی ته سزا ورکويي.»
خبرپاڼې د یادو کسانو تسلیمېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.