Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جګړه او سوله په افغانستان کې بندون ته رسېدلې ده

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا په کابل کې د یو شمېر سیاسي او جهادي څېرې په ګډون د بین الافغاني سولې تر نامه لاندې غونډه کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان او سوله او جګړه بندون ته رسېدلې ده.

دوی له حکومت او طالبانو په نیوکې سره وايي د سولې پر وړاندې لوی خنډ د ځانګړې تګلارې نشتون دی.

د حراست او ثبات شورا غړي عمر داوودزي وویل:«سوله له زغم سره راځي. په دې پلمه چې ګواکې حکومت اسلامي نه دی،بهرني ځواکونه حضور لري او اسلام له ګواښ سره مخ دی، سوله نه‎راځي.»

اخوا د حزب اسلامي استازی وايي طالبان باید د امارت د بیا جوړولو خوبونه پرېږدي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني.

د حزب اسلامي استازي کریم امین څرګنده کړه:«مارت(اسلامي)وقت تېر شوی.د قدرت د کسب لپاره د طالبانو پلمې زموږ لپاره د منلو نه دي.»

د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا هم ټینګار کوي چې ښکېل لوري دې بې له ځنډه تاوتریخوالي ته د پاي ټکی کېږدي.

د سولې او ژغورنې شورا رییس ګل رحمان قاضي وویل:«بې اتفاقي باید څنډې ته کړو او ټول د زړه له کومې، له یو بل سره یوځای شو او هېواد د پرمختګ په لور یوسو.»

د دغې غونډې برخه‎وال د هېواد د کړکېچ د هواري یوازینۍ لار د جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ د خبرو پیلېل ګڼي او ټینګار کوي د جګړې او تاوتریخوالي په دوام سره به هېڅ یو لوری خپلو موخو ته ونه رسېږي.

شریک یي کړئ