Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حامد کرزی په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل نوماندېدل نه ردوي

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د دغه هېواد هر وګړی یوازې دوه ځلې د ولسمشر په توګه کار کولای شي، خو د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي که‎چېرې سیاسي بهیرونه موافق وي هغه به بیاځلې د دغې ننګونې په وړاندې ودرېږي.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی د جرمني له شپيګل انلاین سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې قانون پوهان اساسي قانون داسې تفسیروي چې یو ولسمشر له دوو قانوني دورو وروسته کولای شي د درېیم ځل لپاره هم ځان نوماند کړي وايي که بله حل لاره نه وي او سیاسي بهیرونه موافق وي نوموړی به دغه مسوولیت ته اوږه ورکړي.

د حقوق پوهانو ټولنې د دارالانشا رییس عین الدین بهادري په دې اړه وویل:« اساسي قانون د ولسمشرۍ له دوو کاري دورو د یوه تن د نوماند کیدو په اړه روښانه نه دی، زیات شمېر کسان داسې تفسیروي چې یو کس دوه دورې ځان نه‎شي نوماندولای او یو شمېر نور یې داسې تفسیروي چې یو کس کولای شي یوازې دوه دورې ولسمشر وي او بس.»

خو یو شمیر نور بیا په دې اړه بیلابیل نظرونه لري.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وویل:«هغه مرجعې چې موږ ته لاره ټاکي او روښانه کوي قانون دی. ځکه چې قانون په دې اړه صراحت لري له همدې امله زه ویلای شم چې هغوی (کرزی) داسې پرېکړه نه شي کولای چې د قانون به خلاف وي.»

له بلخوا حامد کرزی د دوېچ وېلې په یوه خپرونه کې د ملي یووالي حکومت جوړېدل د افغانستان په چارو کې د امریکا د لاسوهنې نښه بولي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:« نن هېڅ شی زموږ نه دي، که دا هرڅه زموږ وای څرنګه به جان کري په ۲۰۱۴ کال کې کابل ته راته او لاسونه به یې پورته کول او یو به یې ولسمشر او بل اجراییه رییس نوماوه؟ په ۲۰۰۹ کال کې هم امریکایان ما ته راغلل او وې ویل څرنګه اجراییه رییس انتخاب کړو خو ما ونه منله او دوی وویل ته بایلونکی یې.»

یو شمېر هېوادوال وایي افغانستان د حامد کرزي د حکومت پرمهال د پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه لرل، خو د هغه په حکومت کې پراخ فساد دا فرصتونه له افغانستانه واخیستل او په هېواد کې یې کړکېچ زیات کړ.

د هېواد پخوانی ولسمشر کرزی د جرمني له شپيګل سره مرکه کې وايي چې ځینې قانون پوهان اساسي قانون داسې تفسیروي چې یو ولسمشر له دوو قانوني دورو وروسته کولای شي د درېیم ځل لپاره هم ځان نوماند کړي وايي که بله حل لاره نه وي او سیاسي بهیرونه موافق وي نوموړی به دغه مسوولیت ته اوږه ورکړي.

Thumbnail

د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د دغه هېواد هر وګړی یوازې دوه ځلې د ولسمشر په توګه کار کولای شي، خو د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي که‎چېرې سیاسي بهیرونه موافق وي هغه به بیاځلې د دغې ننګونې په وړاندې ودرېږي.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی د جرمني له شپيګل انلاین سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې قانون پوهان اساسي قانون داسې تفسیروي چې یو ولسمشر له دوو قانوني دورو وروسته کولای شي د درېیم ځل لپاره هم ځان نوماند کړي وايي که بله حل لاره نه وي او سیاسي بهیرونه موافق وي نوموړی به دغه مسوولیت ته اوږه ورکړي.

د حقوق پوهانو ټولنې د دارالانشا رییس عین الدین بهادري په دې اړه وویل:« اساسي قانون د ولسمشرۍ له دوو کاري دورو د یوه تن د نوماند کیدو په اړه روښانه نه دی، زیات شمېر کسان داسې تفسیروي چې یو کس دوه دورې ځان نه‎شي نوماندولای او یو شمېر نور یې داسې تفسیروي چې یو کس کولای شي یوازې دوه دورې ولسمشر وي او بس.»

خو یو شمیر نور بیا په دې اړه بیلابیل نظرونه لري.

د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وویل:«هغه مرجعې چې موږ ته لاره ټاکي او روښانه کوي قانون دی. ځکه چې قانون په دې اړه صراحت لري له همدې امله زه ویلای شم چې هغوی (کرزی) داسې پرېکړه نه شي کولای چې د قانون به خلاف وي.»

له بلخوا حامد کرزی د دوېچ وېلې په یوه خپرونه کې د ملي یووالي حکومت جوړېدل د افغانستان په چارو کې د امریکا د لاسوهنې نښه بولي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:« نن هېڅ شی زموږ نه دي، که دا هرڅه زموږ وای څرنګه به جان کري په ۲۰۱۴ کال کې کابل ته راته او لاسونه به یې پورته کول او یو به یې ولسمشر او بل اجراییه رییس نوماوه؟ په ۲۰۰۹ کال کې هم امریکایان ما ته راغلل او وې ویل څرنګه اجراییه رییس انتخاب کړو خو ما ونه منله او دوی وویل ته بایلونکی یې.»

یو شمېر هېوادوال وایي افغانستان د حامد کرزي د حکومت پرمهال د پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه لرل، خو د هغه په حکومت کې پراخ فساد دا فرصتونه له افغانستانه واخیستل او په هېواد کې یې کړکېچ زیات کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه